ډېر خوب د ګټې پر ځای تاوان کوي

ډېر خوب د ګټې پر ځای تاوان کوي

 ایا پوهیږی چې زیات خوب کول ستاسې د خوب د ګډوډېدو نښه ده؟ یوازې دا نه؛ بلکې زیات خوب مو پر نفسي روغتیا ژور اغېز کوي او د خپګان په څېر مو پر ځینو ناروغیو اخته کوي.

پوهان په عام ډول د شپې له شپږو څخه تر اتو ساعتونو د خوب سپارښتنه کوي، خو له دې زیات خوب کول په ویښېدلو او له کټ څخه په پاڅېدلو کې انسان ته ستونزې رامنځ ته کوي.

همدغه ډول زیات خوب مو پر نیمه سردردۍ اخته کوي او له رڼا سره مو حساسیت پیدا کوي. هغه کسان چې زیات خوب کوي، پر لاندې ناروغیو اخته کیدلای شي:

 سر دردي: له زیات خوب څخه رامنځ ته کېدونکې سر دردي پر اعصابو ژور اغېز کوي. په ځانګړي ډول هغه کسان چې د ورځې په اوږدو کې ډېر خوب کوي، د دوی د شپې خوب خرابیږي او د سهار پر مهال یې سر درد کوي.

 د ملا دردونه: ډېر خوب کوونکي د ملا دردونو څخه هم کړېږي. پوهان وایي چې زیات وخت خوب کول په ملا کې د اوږدمهالو دردونو لامل کیږي.

 ژباړه: احمد الهام




t