د استقلال عالې ليسي زده کوونکو خپل لاسي توکې نندارې ته وړاندې کړل

د استقلال عالې ليسي زده کوونکو خپل لاسي توکې نندارې ته وړاندې کړل

د ننګرهار پوهنې ریاست په نوښت د استقلال عالي لېسې د تشبث مضمون زده کوونکو له لورې جوړ شوي لاسې توکې د مرغومې په ۸مه د یادې لیسې په انګړ کې نندارې ته وړاندې شول.

د یاد ولایت د رسنيو دفتر وايي، په دې نندارتون کې د استقلال ليسي زده کوونکو په خپلو لاسو جوړ کړي د برېښنا توليد کوچني ماشېنونه ، بریښنایي وسایل، خوراکي او نور توکې،رسامې او انځورونه په یاد نندارتون کې نندارې ته وړاندي کړل.

د ننګرهار پوهني رئیس حسیب الله شينواري وویل، له دې نندارتون نه یې موخه لاسي صنعت ته د زده کوونکو هڅول او د دوی لاسي کار ته وده ورکول دي.

هغه زیاتوي، د تشبث په نوم مضمون د پوهنې وزارت له لوري په ننګرهار ولايت کې کولی شي، چې د زده کوونکو پټ استعدادونه رابرسېره او پر مټ يې زده کوونکي کولای شي، چې د لاسي صنايعو په برخه کې نوي نوښتونو او لاسته راوړنو ته زمينه برابره کړي.

نوموړي زیاته کړه،د دې ولایت په ټولو ښوونځیو کې د هغه زده کوونکو لیست ترتیب کړی چې په بېلابېلو برخو کې نوښتونه کوي او ژر به د دوی سره د ناستې په ترڅ کې د دوی د نوښتونو اړوند توکو کې ورته سهولتونه برابر کړي .

د نندارتون ګډونوال زده کوونکي وایي که اسانتیاوي ورته برابرې شي نو لوی برېښنایي ماشينونه ،الوتکې او نور وسایل هم جوړولی شي.

سرچينه زياتوي؛ دوي پدې برخه کې د پوهني ریاست مسؤلينو څخه د اسانتیاو دبرابريدو غوښتنه کوي.

د پوهنې وزارت د پرېکړې له مخې له کابل ولايت وروسته ننګرهار دويم ولايت دی، چې د تشبث په نوم مضمون د زده کوونکو د استعدادونو د معلومولو او لاسي صنايعو برخې ته د لا زيات کار کولو په موخه د ننګرهار عالي ، نازو انا او اسقلال لېسو تدريسي مضامينو کې په ازمايښتي ډول د دريو کلونو لپاره ځای په ځای کېږي .




t