د مخابراتي خدمتونو پراختیا او ستونزو اوارۍ په پار د مخابراتي کمپنیو له استازو سره وليدل شول

د مخابراتي خدمتونو پراختیا او ستونزو اوارۍ په پار د مخابراتي کمپنیو له استازو سره وليدل شول

د کونړ ولايت د رسنيو دفتر وايي، په دغه ناسته، چې د کونړ ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، ځمکو چارو او سکتوري ریاستونو مسوولینو هم برخه اخیستې وه، د کونړ په مرکز اسعد اباد، چپې درې،ماڼوګي، وټه پور، دانګام، غازي اباد، ناړۍ او یو شمېر نورو ولسوالیو کې د مخابراتي ستونزو اوارۍ او خدمتونو پراختیا په تړاو پکې خبرې وشوې

سرچينه زياتوي؛ د کونړ والي عبدالستار میرزکوال وايي د ټکنالوژۍ پرمټ نړۍ د یو کلي حیثیت غوره کړی او د ولایت مقام لومړیتوب همدا دی، چې د مؤثره خدمتونو وړاندې او د اسانو لارو د خلکو نظریات او وړاندیزونه و اوري.

نوموړي د پېج درې ولسونو د مخابراتو ستونزو اواری خو را مهم وباله او د کمپنیو له استازو یې وغوښتل، چې د خلکو مخابراتي ستونزې اوارې او په خدماتو کې بهبود رامنځته کړي.

د ناستې په ترڅ کې د افغان بېسیم، اتصالاتو، سلام، روشن او (ایم ټي ان) کمپنیو استازو د خپلو فعالیتونو په تړاو مالومات وړاندې کړل او د چارو ښه والي په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

همدا راز د افغان بيسیم کمپنۍ استازو له لوري په پېج او سیند درو کې د ۲G انټرنېټ فعالولو او مرکز اسعد اباد کې د ۴G خدمتونو پراختیا ژمنه شوه
د سلام کمپنۍ استازي هم د خپلو څرګندونو په ترڅ کې ډاډ څرګند کړ، چې نوي کال کې به په مرکز اسعد اباد کې د انټر نېټ ۴G او په ولسوالیو کې د ۲G خدمتونو اسانتیاوې رامنځه او پراختیا ورکړي.

لیکوال

حامد سيال

حامد سيال يو فعال افغان ژورناليست او د ټاټوبي نيوز خبري ويب پاڼي همکار دی.




t