هلمند: پر يو شمېر پروژو او د کلدارو پر مخنيوي خبرې وشوې

هلمند: پر يو شمېر پروژو او د کلدارو پر مخنيوي خبرې وشوې

په جوړه شوې غونډه کي د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان ترڅنګ دواړو مرستیالانو او د ټولو دولتي ادارو ریئسانو پکې ګډون کړی چي پر بېلابیلو موضوعاتو پکې بحث ترسره شوه.

په ټولیز ډول په دې ادارې مجلس کي د تېر مالي کال دعوایدو د ارزونې ، د راتلونکې کال لپاره ددولتي ادارو لپاره د انکشافي او عملیاتي پلانونو پر جوړېدو او ورته نورو موضوعاتو خبرې وشوې او په اړه پې پریکړې ترسره شوې.

باید وویل شي چي په دې ادارې غونډه کي د اطلاعات او فرهنګ وزارت له لوري هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان ته د فرهنګي فعالیتونو ، تاریخي سیمو د ساتنې او د یاد وزارت د ټولو فعالیتونو سره د پوره همکارئ او همږغۍ برخه کي ترتیب شوی ستاینلیک هم رالېږل شوی وو چي د هلمند د اطلاعات او فرهنګ ریئس له لوري هلمند والي ښاغلي یاسین خان ته ورکړل شو.

د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان دتیر مالي کال په جریان کې د یو شمېر دولتي ادارو کار وستایه او ددې ترڅنګ يې د عوایدو راټولولو ځانګړې کمېټې کارونه مثبت و ارزول او هغوی ته يې چمتو شوي ستاینلیکونه هم ورکړل خو ځینو ریاستونو لپاره يې هدایت ورکړ چي په نوی مالي کال کي خپلې ټولي عایداتي سرچینې په کار واچوي ترڅو د نوي کال لپاره دې ولایت ته د ټاکل کېدونکې هدف پوره کولو کې رغنده رول ولوبوي.

ښاغلې یاسین خان ددې ترڅنګ د ټولو دولتي ادارو مسولینو ته د انکشافي او عملیاتي پلانونو د جوړېدو سپارښتنه هم وکړه ترڅو پر وخت يې چارې پای ته ورسوي او د عملي کېدو په برخه کې ادارې لاس په کار شي.

ددې ترڅنګ د هلمند پوهنتون لپاره د تحقیقاتو لپاره د ځمکو پر ورکړې، په لښکرګاه ښار کې د بُست تصدۍ د دوکانونو د کرايې، د مهاجرین او دوستی لیسو د نومونو پر تغیر ، معلیمنو ته د معاشونو په برخه کي د پرتو ستونزي، د چاه میرزا د لیسي د جوړیدو ، د هندوستان هیواد له لوري د ۳ میلونه ډالرو په ارزښت د پروژو پر وړاندیز او په هلمند کې د کالدارو مخنیوي په برخه کي داعلانونو د خپرولو او وروسته د عملي ګامونو پر پورته کېدو هر اړخیز بحث ترسره شو.

پرېکړه وشوه چې د هلمند پوهنتون لپاره دې ځمکه مشخص او په واک کې ورکړل شي ترڅو محصلینو ته د عملي زده کولو پرمهال ترې ګټه پورته کړي ، د بُست تصدۍ دوکانونه دي په ښار کي د نورو دوکانونو په څېر په کرایه ورکړل شي ، د مهاجرینو د ښوونځئ نوم دي د میرویس خان نیکه ته واړول شي ، ددوستۍ لیسې نوم دي پر پخواني حال پاته شي او تغیر دي نه ورکړل کیږي ، د هغه ولسوالیو کي په بانکي برخه کي ستونزي ولري ترڅو چي د بانک څانګه ورته فعاله کیږي تیر معاشونه دي په وجه کي ورکړل شي .

 د چاه میرزا لیسې رغنیزي چارې چي ۶۰ سلنه بشپړي شوي د لوی باغ د لیسي ترمیم لپاره ورکړل شوی کود دي په چاه میرزا لیسه کي تطبیق شي ترڅو چارې يې بشپړي شي ، د هندوستان هیواد له لوري د ۳ میلونه ډالرو په ارزښت دي نوي پروژې ډیزاین او وړاندي شي چي له مهمو اړتیاوو څخه وي او ډېرو خلکو ته سهولتونه رامنځته کوي او په هلمند کې د کالدارو پر راکړه ورکړي دي بندیز ولګول شي.

 چي په دې برخه کي مخکې هم عملي ګامونه پورته شوي یو ځل دي بیا د رسنیو له لاري اعلانونه خپاره شي ترڅو خلک په خپل کاروبار کې افغانۍ وکاروي له اعلانونو وروسته دي په عملي ډول د کالدارو پر مخنیوي ګامونه پورته شي.




t