د امریکا د مخالفت باوجود هواوې په هند کې فعالیت پيل کړ

د امریکا د مخالفت باوجود هواوې په هند کې فعالیت پيل کړ

هندوستان د امریکایي چارواکو د مخالفتونو باوجود د چین مشهورې ټیکنالوژیکې کمپنۍ(هواوې) ته پخپله خاوره کې د فعالیتونو د پراختیا اجازه ورکړې ده.

دغې كمپنۍ په تازه ګام کې په هندوستان کې د پینځم نسل خدمتونو د انټرنیټي اسانتیاوو لپاره خپل فعالیت پيل کړی.

هواوې د امریکا له لورې تر بندیزونو لاندې راغلې او سخت زیانونه یې لیدلي.

هندوستان له امریکا سره د نیږدې اړیکو باوجود دغه کمپنۍ تحریم نه کړه.




t