د ژوند رنک او يوه خاطره يې

د ژوند رنک او يوه خاطره يې

دا په کوم لاس ګاډي چې زه ناست یم دا مې د ژوند د ترخو ورځو ملګری دی.

قیصه داسې ده چې د نن نه ۱۸ کاله وړاندې کله چې د طالبانو حکومت ختمیده نو مونږ د جلال اباد نه کډه په سر شو او پاکستان ته مهاجر شو، هغه مهال د کور لپاره د خرچ او خوراک وسیله یواځې پلاره وه، هغه د MSF په نوم د بې سرحده ډاکټرانو په نوم د یوه دفتر کارمند وه.
د امریکا B52 طیارو په لومړۍ شپه چې کله په جلال اباد ځینو مهمو نظامي ځایونو بمبار وکړو نو په سهار یې مونږ د پاکستان په طرف حرکت وکړو.

بس! در په در شوو خلک
تږي او نهر شوو خلک
کور نه بهر شوو خلک
افسوس! اوتر شوو خلک
اتل

په تورخم لاره بنده وه مونږ د څڅوبي په کنډو پیښور ته لاړو، ښه مې یاد شي په ګردنو خړپړ وو هر څوک په منډه وو، هلته به بیا ځینو ځایونو کې دهغه ځای پښتان رامخ ته شول او د دروغو به یې ویل چې مخکې ځای کې ملیشه ولاړه ده تاسو نیسې، زمونږ نه یې ددې په خاطر پیسې وغوښتې چې ګویا تاسو ته مونږ سمه لاره ښایو.
ماښام تیاره وه په تهکال کې د یو خپلوان کور ته ورغلو، هلته مو شپه تیره کړه او د هغه ځای نه د شمشتو کمپ ته نږدې د پندو چوک په نوم ځای کې مې د خاله او ځینو نورو خپلوانو کورونه هم وه چې زمونږ نه مخکې راغلي وه.
د مجبوریت ډیر ترخې شپې ورځې تیریدلې، مونږ ټول د خاله په کور موقت دیره د هغوی اقتصادي وضعیت هم صفر وه کله نهر کله څنګه او کله څنګه، د شپې به ټول هلکان د یو بل ګاونډي حجرې ته د خوب لپاره تللو چې د څو شپو څخه وروسته هغوی هم جواب کړو چې مونږ خپله نور نه ځایږو.
د څو ورځو ګډې وډې مزدوره نه وروسته ورور مې د خاله د میړه سره په کراچۍ ګلپیان خرڅول هغه به هم کله کله پرې تاوان شول چابه نه اخیستل، ځکه مونږ سره پیسې نه وې چې کوم بل کاروبار مو پرې شروع کړی وی، زه به د سبزۍ منډي ته چې زمونږ کور سره نږدې وه هلته تلم او د دوکاندارانو سره به مې بوجۍ نیوله بیابه یې اخیره کې لګه ترکاري راکوله کور ته به مې وړله مور به مې خوشحاله وه چې زه یو څه راوړم.
کله چې د افغانستان نه تلو نو د کاکا کور مې هم مونږ سره وه، د څو ورځو وروسته مو یو د دوه کوټو کور پیدا کړو هغلته دیره شو او پلار مې بیرته افغانستان ته خپلې وظیفې ته ستون شو.
مشر ورور ښه وه خیاطي یې یاده وه څو ورځې وروسته د یو دوکاندار سره په کاریګرۍ ولګیده.
ددې لپاره چې باید کار وکړو او دا ترخې د مجبوریت شپې تیرې کړو او یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړو نو ورور مې راته دا په عکس کې چې ګورۍ دا لاس ګاډی واخیسته، زه به سهار د ملا اذان سره جګیدمه او د ترور زوی سره به یوځای د د منډي په طرف روان شو او هلته به مو د خلکو سوداګانې تر موټرنو رسولی او یا به مو هماغه منډي کې د یوځای نه تر بل ځای انتقالول، هوا دومره یخه وه چې کله کله به مې ان لاسونه جام پاتې کیدل، سهار به مې یواځې یو دسمال د مخ نه تاوولو او نور به مې هیڅ نه لرل.

ژوند تیریده ښه پوهیدم په هر څه
پټ پټ به ځان له ژړیدم په هر څه
اتل
د سهار ملا اذان نه تر ۹ بجو به مو لاس ګاډی چلولو ایله به مې ۱۳ او یا ۱۴ کلدارې کار کړی وې، په هغه ورځ به ډیر خوشحاله وم چې کله به مې د ۱۵ کلدارو نه زیاته مزدوري وکړه، هغه زیاته مزدوري به مې ایله ایله ۱۶ روپۍ وې، کله به چې پنجشنبه شوه نو مور به مې راته ۵ کلدارې د جیب خرچې لپاره راکولې او بیابه مې د پندو چوک پنجشنبې ورځې میلې ته ځان رسولو او په بازار کې به تاویدم راتاویدم زما د پنځه رپو اندازه داسې شی به نه وه چې زما خوښیده او هغه مې اخیستلی شوی.

ما ښه مهنت کړی دی، ما ښه همت کړی دی
ما به د ځان په غم کې ټوله ټوله شپه وژړل
ډیر به مې پټ او کله کله په ښکاره وژړل
اتل

لنډه دا چې ترخې ورځې وې تیریدې کله چې نظام بدل شو نو تقریبا یوه میاشت شاوخوا وه چې بیرته راستانه شو، مونږ ډیر خوشحاله وو، ژوند مو بیرته د غریبۍ عادي حالت ته راغلو.
وخت تیرده ژوند تغیر کولو او بلاخیره چا د تعلم تر څنګ کسب یاد کړو څوک د پوهنتون نه فارغ شو او ژوند ورو ورو ښه کیده. او دادی نو اوس صمیم خان د خانانو خان دی.
د خانانو خان دا معنی نه لري چې پیسې به لرو، بلکه دا معنی لري چې ارامه، حوسا ژوند لرو.

دا هماغه لاس ګاډی دی چې ما لپاره د نفقې ګټلو یوه وسیله وه نو نن مې په ویاړ ورسره عکس واخیسته.
زه هیڅ وخت په دې نه شرمیږم چې زه په کوم رقم خوارۍ پیسې ګټم، په څه رقم پوسټ کار کوم، بلکې ویاړم چې همت کوم او د کورنۍ لپاره حلال رزق ګټم.

د حوصلې مو مننه

جميل صمیم

لیکوال

حامد سيال

حامد سيال يو فعال افغان ژورناليست او د ټاټوبي نيوز خبري ويب پاڼي همکار دی.




t