هلمند: د ښوونکو د استوګنيزو نمرو په تړاو ناسته وشوه

هلمند: د ښوونکو د استوګنيزو نمرو په تړاو ناسته وشوه

د هلمند پوهنې ریاست اړوند د ښوونکو د رهایشي نمرو د ویشل لړۍ پر وړاندي د پرتو ستونزو د هوارۍ پر وړاندي بحث ترسره کړ.

د هلمند پوهنې رئیس په ګډون د ښوونکو د اتحادیې مسؤلینو او ښوونکو ګډون درلودل او د پنجاب قلعه د سیمي د رهایشي نمرو د ویش لړۍ پر چټکوالي ټینګار وکړ.

د هلمند پوهنې رئیس محمد داؤد شاه صفاري د لښکرګاه ښاروال څخه غوښتنه وکړه چي د ښوونکو د ویش په اړه خپل ټول توان په کار واچوي تر څو ښوونکي د رهایشي نمرو څښتنان سي.

د لښکرګاه ښاروال انجینر عصمت الله صمدي وویل چي د ښوونکو د رهایشي نمرو په ورکړه کي په خپل ټول توان هڅه کوو چي یاده لړۍ پیل کړو.

هغه وویل چي د ویش د لړۍ سره یو ځای به د یاد ښارګوټي سړکونه معلوم کړو.

ښاغلی صمدي وویل چي د امنتي ارګانونو په همکارۍ پر یاده ځمکه د مشیتو کسان څخه پاکه سي تر څو یادو کسانو ته په بله سیمه کي نمرې ورکول سي.

د یادوني وړ ده چي د ښوونکو یوه لویه ستونزه د رهایشي نمرو نشتون دي چي ښوونکي یې د ذهني فشار سره مخ کړي دي.




t