قلعه ذال ولسوالۍ ته نوې ودانۍ جوړه شوه

قلعه ذال ولسوالۍ ته نوې ودانۍ جوړه شوه

د کندوز د قلعه زال ولسوالۍ د ودانۍ بیا رغونه ۹۵ سلنه پای ته رسیدلې ده
ددغې ولسوالۍ ودانۍ چې دری کاله وړاندې د جګړو پرمهال زیانمنه شوې وه د کندوز والي عبدالجبار نعیمي په لار ښوونې سره یې د بیا رغونې چارې دوام لري.
د قلعه زال ولسوالۍ ودانۍ جوړیدو لپاره دولت بودیجه ځانګړې کړې ده چې د غونډوتالار، کاري دفترونه، میلمستون او ځينې نورې مهمې برخو بیا رغونې چارې پای ته رسیږي
په همدې اړه د کندوز په قلعه زال ولسوالۍ کې د کرنې، پوهنې صحت ترڅنګ بېلابیلو پروژو کار دوام لري.

لیکوال

صميم هڅاند

صميم هڅاند يو فعال افغان ژورناليست او د ټاټوبي نيوز خبري ويب پاڼي همکار دی.




t