ننګرهار والي: د ککړ چاپيریال مخنیوی باید ټول وکړو

ننګرهار والي: د ککړ چاپيریال مخنیوی باید ټول وکړو

د ننګرهار والي وایي،د ککړ چاپیریال د مخنیوي په موخه باید د ټولنې ټول وګړي مسؤلیت ترسره کړي .

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د دې ولایت د چاپیریال ساتنې د همغږۍ کمیټې په میاشتنۍ غونډه کې وویل، د ککړ چاپیریال له امله په روغتیایي او نورو برخو کې له زیانونو سره مخ کیږو،نو باید د مخنیوي په موخه یې ټولنې ټول وګړي په ګډه مسؤلیت ترسره کړي .

یاد ولایت د رسنیو دفتر ویلي؛ نوموړي زیاته کړ:

د هوا، ځمکې،اوبو او نورو طبعي سرچینو سم مدیریت او د چاپیریال ساتنې ادارې له لورې د ځنګلونو پرې کولو او د غیري معیاري توکو د سوزولو د مخنیوي،وسایطو کنټرول او یو شمیر نورو برخو کې عامه پوهاوی کولای شي چې د نا مناسب چاپیریال مخه ونیسي .

هغه وایي، د چاپیریال ساتنه باید له ځان،کور،کوڅې،دفتر او نورو کار ځآیونو څخه پیل شي او ټول په ګډه پخپلو سیمو کې په دې برخه کې مسؤلیت ادا کړو، ترڅو د پاکۍ فرهنګ ترڅنګ د ښې روغتیا خاوندان اوسو.

د ننګرهار د چاپیریال ساتنې رئیس امین الله یوسفزي په ښار کې د صنعت د پرمختیا،د صنعتي پارکونو د محدودیت،کرنیزو سیمو باندې د سوداګریزو او استوګنې سیمې جوړولو او په ښار کې د شنو ساحو ساتنې په اړه مالومات شریک او پخپله برخه کې وړاندیزونه وکړل .

سرچینه وايي، په دې غونډه کې د ولایتي شورا غړي اسرارالله مراد د چاپیریال د ساتنې په موخه په پسرلني موسم کې د ونو کینولو وړاندیز وکړ خو ټینګار یې وکړ چې په هغو سیمو کې دې یاده چاره ترسره شي چې پالنه یې هم ترسره شي .

د یادونې وړده چې د ننګرهار والي په لارښوونه د چاپیریال ساتنې په موخه هره پنجشنبه په ټولو ادارو کې د پاکۍ اشر ترسره کیږي .




t