جاپانی شرکت فضا کې خځلي پاکوي

جاپانی شرکت فضا کې خځلي پاکوي

ګوګل نقشه ثابت نړیوال وخت او د برخو نړیوال بازار ټول د فضايي سټلایټونو یا سپوږمکیو پر فعالیتونو ولاړ دي خو په فضا کې د خځلو ډېرېدونکې شمیره چې فضا یې ککړه کړې، دغه ټول خدمتونه په خطر کي کړې دي اوس یو چاپانی شرکت، اسټروسکېل، د فضايي خځلو د پاکولو لاري چاري جوړوي د شرکت بنسټ ګر او مشر نوبو اوکادا زیاته کړه په فضا کې د خځلو کچه خطرناکه حد ته رسېدلې ده. په نږدې راتلونکې کې د کړیز غبرګون چېن رییکشن امکانات سته خلک د تېرو اویا کلونو راهیسي د فضايي پرمختګونو شاهدان دي هر ځل چې سټلایټ یا راکیټ فضا ته لېږي هغه ترشا خځلي پرېږدي ټولي خځلي په یوه ثانیه کې ۸کلیومتره سفر کوي، چې دا سرعت تر مرمۍ لس برابره تېز د د رنګو د څاڅکو په اندازه وړې خځلي دا توان لري چې نور سټلایټونه ویجاړ کړي یادي کمپنۍ ۱۴۰ میلونه بودیجه را جمعه کړې چې سږ روان میلادي کال کې به د خځلو پاکولو بیړۍ فضا ته جګه کړي.




t