مخابراتو وزارت له یو شمیر شرکتونو سره هوکړه وکړه

مخابراتو وزارت له یو شمیر شرکتونو سره هوکړه وکړه

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له دریو انټرنیټي شرکتونو سره دې وزارت هوکړه وکړه.

نارت ټلیکام، افغان ټلیکام او رها نیټ درې شرکتونه، د یوه تازه تړون له مخې د افغانستان انټرنیټ تبادلې له ملي مرکز یا (NIXA) سره وتړل شول.

د دغه تړون له مخې به، یاد شرکتونه هیوادوالو ته په کمه بیه او لوړ کیفیت انټرنیټ خدمتونه وړاندي کوي.

ویل شوي؛ تر دې دمه، د هیواد له شاوخوا ۶۰ انټرنیټي شرکتونو څخه ۱۶ هغه یې له نکسا مرکز سره نښلول شوي او د پاتې نورو شرکتونو د نښلولو کار روان دی.




t