جلال اباد ښار اتمه ناحیه: بیلابیلې پروژې پيل شوې

جلال اباد ښار اتمه ناحیه: بیلابیلې پروژې پيل شوې

د جلال اباد ښار اتمې ناحیې په مربوطاتو کې د څه باندې ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت بېلابېلې پروژې پیل شوې.

د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر وايي، د جلال اباد ښاروالۍ اړوند اتمې ناحیې د اووم ګذر او د دولسم ګذر قاسم اباد لومړۍ شورا له لورې د ولسي تړون ملي پروګرام په ۱۹۱۷۸۶۶۷ افغانیو مالي لګښت د سړکونو او ویالو جوړولو پروژې چارې پیل شوې چې د درې میاشتو په موده کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

سرچينه زياتوي؛ د اتمې ناحیې امر بختیار احمد ساحل وایي،د اووم ګذر پروژه د ۱۳۳۹۲۰۰۰ افغانیو په مالي لګښت دی چې ۱۲۱۹ کورنۍ به ورڅخه ګټه واخلي،همدا راز د دولسم ګذر د قاسم اباد لومړۍ شورا پروژه د ۵۷۸۶۶۶۷ افغانیو په مالي لګښت ده چې له دوه سوو زیاتې کورنۍ به ورڅخه ګټه واخلي.

د نوموړي په وینا په دواړو پروژو کې به سړکونه او ویالې په پاخه او اساسي ډول جوړې شي .

لیکوال

حامد سيال

حامد سيال يو فعال افغان ژورناليست او د ټاټوبي نيوز خبري ويب پاڼي همکار دی.




t