د بې روزګارۍ له امله هره ورځ سلګونه ځوانان د نیمروز له لارې ایران ته ځي

د بې روزګارۍ له امله هره ورځ سلګونه ځوانان د نیمروز له لارې ایران ته ځي

د نیمروز سیمه ییز مسوولین وایي چې هره ورځ شاوخوا زر کسان د دغه ولایت له لارې د کار پیداکولو په موخه ایران ته ځي او په سلګونه نور بېرته راګرځول کېږي.

د نیمروز د کډوالو چارو ریاست یوې باوري سرچینې د نوم نه خپرېدو په شرط  وویل، هره ورځ له زرو ډېر کسان ایران ته د تګ په موخه د نیمروز له پولې تېریږي.

نوموړي زیاته کړه چې د یادو شمېرو له مخې، شاوخوا ۱۰۰ تنه یې د نیمروز ځوانان او پاتې نور یې د افغانستان له نورو ولایتونو څخه د بېکارۍ له امله له ایران ته ځي.

خو سرچینې ددې په څرګندولو چې یاد شمېر ځوانان په قاچاقي ډول افغانستان پرېږدي وویل، هره ورځ ډېری ځوانان چې د کار د پیدا کولو لپاره بهر ته ځي، بېرته هېواد ته راګرځول کېږي.

د بېوزلۍ او بېکارۍ به تړاو د ځوانانو اندېښنې

محمد صادق بلوڅ چې د نیمروز پوهنتون له کرنې پوهنځي فارغ او اوس مهال بېکاره دی، وویل: «موږ ډېریو لوړې زه کړې کړې دي؛ خو بېکاره یو او زموږ لپاره کاري زمینه نه ده برابره.

هغه زیاته کړه چې هره ورځ دولتي ادارو ته ورغلی؛ خو اوس هم بېکاره دی او له خپل دغه وضعیت یې سخت ځوروي.

نوموړي دې ته په اشاره چې غواړي د ویزې په ترلاسه کولو د کار لپاره ایران ته لاړ شي، وویل: «موږ اړیو چې د کار د پیداکولو په موخه له هېواده بهر لاړ شو.»

مریم چې تېر کال د نیمروز پوهنتون د ژبو او ادبیاتو له دري څانګې فارغه شوې او اوس مهال دنده نه لري وايي: «د نیمروز ډېری خلک نه غواړي لورانې یې په دولتي ادارو کې کار وکړي، یوازې غواړي چې لورانې یې ښوونکې وي او په ښوونځیو کې د ښوونکو کمی نشته.»

نوموړې چې له بېکارۍ او اقتصادي  ستونزو شکایت لري زیاته کړه: «هلکان چې کار پیدا نه کړي، کولای شي ازاد کار ولري، خو نجونې ازاد کار نه شي کولای. مجبورې دي چې بېکاره پاتې شي.»

یادې دواړه سرچینې په دغه ولایت کې له سیمه ییزو ادارو غواړي چې ټولو ځوانانو په ځانګړې توګه لوستو کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.

خو د نیمروز د کار او ټولنیزو چارو رییس احمد قریشي، وویل، ددې ترڅنګ چې له اړوندو بنسټونو سره د ځوانانو لپاره د کاري زمینو برابرولو په موخه ګډ کار کوي، په روان کال کې د فني او حرفوي کورسونو له لارې، ۲۰۰ کسانو ته مسلکي زده کړې ورکړل شوې او د هغوی لپاره د کار زمینه برابره شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې هر کال د فني او حرفوي زده کړو د پرګرام له لارې، ددغه ریاست له خوا، لسګونه نارینه او ښځو ته زده کړې ورکول کېږي او د کار وسایل هم ورته وېشل کېږي.

 قریشي زیاته کړه: «د ځوانانو د بېکارۍ ستونزې د حل لپاره اړتیا ده چې حکومت پراخ پلان تیار کړي او د هېواد په ټولو ولایتونو کې ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي.»

له دې سره، د نیمروز مرستیال والي محمد نبي براهویي وویل: «جنګ او ناامني چې له ۴۰ کلونو راهیسې په هېواد کې دوام لري، د بېوزلۍ او بېکارۍ په ګډون د ټولو بدبختیو ستر لامل دي.»

هغه په قاچاقي توګه د نیمروز له لارې ایران ته د لسګونو تلونکو کسانو په اړه وویل: «هر وخت مو هڅه کړې چې د قاچاقي تګ مخه ونیسو، موږ په سرحدونو کې چیک پاینټونه جوړ کړي، او په سرحد کې هر وخت زمونږ ګزمه او تلاشي شته؛ خو سربېره پر دې هم یاده ستونزه شته؛ ځکه قاچاقبران له ځینو هغو لارو چې د وسله والو طالبانو تر واک لاندې دي ګټه اخلي.»

نوموړي وویل، هڅه کوي چې د اړوندو ادارو او نورو غیر دولتي بنسټونو او خصوصي سکټور په مرسته، د ځوانانو لپاره د کار زمینه برابره کړي.




t