پاکستان کې سلګونه زره کسان په ایډز اخته دې

پاکستان کې سلګونه زره کسان په ایډز اخته دې

پاکستان حکومت وايي د اېچ ای وي یا اېډز ناروغي مخ په زياتېدو ده نو له دې امله يې په ګڼو روغتونونو کې د دې وايرس په اړه د عامه پوهاوي ځايونه جوړ کړي دي. اېچ ای وي HIV وايرس او اېډزAIDS يې پرمختللی شکل او ناروغي ده. په ځينو وختونو کې د اېچ ای وي کنټرول ممکن دی چارواکي وايي په هیواد کې يې يو لک پنځه شپېته زره اېچ ای وي ناروغان ثبت دي. دا معلومات د صحت اړونده قوانينو جوړولو لپاره د پارلماني چارو سېکرېټري ډاکټر نوشين حامد د جنورۍ پر شپږمه قامي اسمبلۍ ته وړاندې کړي دي. په دې کې راغلي چې د ۲۰۱۹ کال تر سېپټېمبره پورې د اېډز ناروغانو شمېر شپږ دېرش زره نهه سوه او دوه وو په ورته مهال کې د مسلیم لیګ غړي زینب اورنګزیب په دې اړه خواشیني وښوده او پارلمان ته یې په خبرو کې وویل چې ایډز دې هیواد ته له بهره ورتلونکي خلګ وروړي چې په خبره یې هوایي میدانو کې ددې مریضۍ د کتني کوم څه نشته چې پرې وسي.

لیکوال

عبدالقيوم عاجز

عبدالقيوم عاجز يو فعال افغان ژورناليست او د ټاټوبي نيوز خبري ويب پاڼي همکار دی.




t