خوست: يو شمېر پروژې د ګټې اخيستنې شوې

خوست: يو شمېر پروژې د ګټې اخيستنې شوې

د خوست په ګوربزو ولسوالۍ کې د نږدې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت د څلورو پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

په خوست کې د ډاکار موسسې مسوولین وایي، چې په دغو پروژو کې څلور سوه متره محافظتي دیوال، ۳۲۰ متره ویاله، ۳۰ متره سربند او د ۳۱۶ مترو په اندازه د اوبو یوه ذخیره شاملې دې، چې پر مټ به یې ۹۰ جریبه للمه ځمکه خړوبه شي.

د ډاکار موسسې مشر زیاتوي، چې د یادو پروژو د کار پر مهال د سیمې شاوخوا ۵ زره کسانو ته هم کاري اسانتیاوې برابرې شوې.




t