له اغلې شکريه بارکزۍ سره مجلس / مطيع الله ويسا

له اغلې شکريه بارکزۍ سره مجلس / مطيع الله ويسا

د ولسي جرګي پخوانۍ وکيله ناروي که پخوانۍ افغان سفيره او لايقي خدمتګاري ميرمني اغلي شکريه بارکزۍ سره مو د قلم لار په فعاليتونو آينده پلانونو افغانستان کي تعليمي بهير په ستونزو حل لارو مجلس وکړ.

اغلي بارګزۍ څو کلونه رحمن بابا او خوشحال خان ليسو کي دولايتونو زده کوونکو ته دکانکور امادګئ کورسونه ، انګليسي کورسونه او نور ضرورت اړ مواد برابرول .

چي د همدي خدمت په نتيجه کي زيات شمير هاغه زده کوونکو داخل او بهر کي لوړو زده کړو ته لاره پيدا کړه .

اغلي بارګزۍ لمړني وکيله وه چي رحمن بابا او خوشحال بابا ليسو لپاره يي هر کال دهند هيواد نه پنځوس برسونه منظور کړل چي هرکال به ليسو زده کوونکو ته ورکول کيدل .

زه چي خپله رحمن بابا ليسه کي زده کوونکی وم د ليرو پرتو سيمو زده کوونکي به ټول دمشکلاتو وخت اغلي شکريي بارګزۍ ته زنګ واهه هاغي به ورسره سمدستي همکاري کوله چي دټولو زده کوونکو لپاره يو رهنما استاد وه .

اغلي بارګزۍ دکتاب راټولو کمپاين ته کتاب وسپاره او وعده يي وکړه چي تعليم برخه به هر وخت تر خپله وسه دتير په شان همکاري کوي . مخکي هم څو ځله اغلي بارګزۍ دقلم لار سره دتدرسيي موادو مرسته کړي وه چي کور وداني يي وايو.

اغلې بارکزۍ يوه مهربانه خدمتګاره ميرمن ده چي تر وسه به يي د وکالت وخت د هرچا فون ته جواب وايه خصوصا دسوونو محصلينو ضمانت کار دکورسونو فيسونه برسونه اخيستل ما خپله ليدلي وو چي تري مننه کوو .

لیکوال

جاويد سباوون

جاويد سباوون يو فعال افغان ژورناليست او د ټاټوبي نيوز خبري ويب پاڼي همکار دی.




t