د کرکټ څخه تقاعد شوي لوبغاړي بیرته لوبډلو ته راستنیږي

د کرکټ څخه تقاعد شوي لوبغاړي بیرته لوبډلو ته راستنیږي

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د نړیوال کرکټ د هرډول لوبو څخه یې مخه ښه یا تقاعد اخیستې یو ځل بیا خپلو لوبډلو ته راستنیږي

(ډوین براوو) چې د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې لپاره یو مهم الراونډر و څو میاشتې مخکي یې د کرکټ د هر ډول فارمټ سره د تل لپاره مخه ښه وکړه

خو اوس چې ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډله د ایرلېنډ سره سیریز لري د نوموړي نوم یې په سکواډ کې اچولي دا لا نه ده معلومه چې ډوین ته به په سیالیو کې چانس ورکړي

د ویسټ انډیز انتخاب کوونکی (راجر هارپر) وویل
مونږ (ډیون براوو ) ته ډېر زیات ضرورت لرو نو پر همدغه موخه مو په لوبډله کې ځای ورکړی هغه ویکټ اخیستونکی بالر دی او هره لوبډله ننګولي شي

ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې دایرلېنډ خلاف دغه ډول سکواډ اعلان کړ
کیرون پولارډ لوبډلمشر
ډوین براوو ، شیلډن کوټریل ، شیمرون هټیمیر ، برانډن کینګ ، اویین لیوس ، خیري پیری ، نیکولس پوران ، روومن پاول ، شیرافین رودرفورډ ، لینډل سیمونز ، هیډن والش جونیري ، کیسریک ویلیمس

ایرلېنډ او ویسټ انډیز به خپله لومړۍ سیالۍ د جنورۍ په ۱۵ نېټه پیل کړي دوهمه به یې په ۱۸ نېټه او درېمه سیالي به یې د همدې میاشتي پر ۱۹ نېټه ترسره کړي.

ولید ( خپلواک)




t