ای بی ډویلیئرز د برسبین هيټ لوبډلې سره یو ځای کيږي

ای بی ډویلیئرز د برسبین هيټ لوبډلې سره یو ځای کيږي

د کرکټ په نړۍ کې د ۳۶۰ لقب شهرت لرونکي سویلي افریقایي (ای بی ډویلیئرز) یو ځل بیا د خپلو مینوالو لپاره د استرالیا بیګ باش ته راستنیږي

ای بی چې په نړۍ کې د میدان هر اړخ ته شاټ په اسانۍ سره غورځولي شي له نړیوال کرکټ څخه یې تقاعد اعلان کړی خو د د سویلي افریقا لوبډلې او د مبصرینو په اند یې شاید په راتلونکي نړیوال شل اوریزه جام کې یوځل بیا په ملي لوبډله کې ولیدل شي

ای بی به د (ټام بینټون) پر ځای د څو سیالیو لپاره د استراليا په بیګ باش لیګ کې د بریس بین هیټ په لوبډله کې د (کریس لين)تر کيپتانۍ لاندې لوبه ترسره کړي

ډی ویلیئرز وویل
زه کولای شم چې په خپلې توپ وهنې سره دغې لوبډلې ته بریا ورکړم او پوهیږم چې زما توپ وهنې ته بریس بین لوبډله څومره ضرورت لري

ای بی به په څلورم نمبر پوزیشن میدان ته راښکته کيږي او که چیري ورته پيل کې چانس ورکول شي نو دا د بریس بین هيټ لپاره تر ټولو ښه خبر وې

ای بی د استرالیا د چټک توپ وهونکي کریس لاین په اړه وویل دا له نیږدي نه پيژنم خو په ای پي ایل کې ورسره دلوبې پرمهال بلد شوی یم هغه د لوبې په جریان کې ډېر ښه لوبیږي

بریس بین هیټ لوبډله د بیګ باش سیالیو په جدول کې پنځم مقام له ځانه سره لري

ای بی چې په نړیوال کرکټ کې شهرت لرونکی لوبغاړی دی شاید یو ځل بیا د ۲۰۲۰م کال نړیوال شل اوریزه جام لپاره بیرته راوګرځي

فاف ډوپلسیس ویلي و چې زمونږ خبرې ورسره نهایې شوی دي زه یې ډېر غوښتونکی نه یم خو د سویلي افریقا هیوادوال یې د بیرته راستنیدو ټینګار کوي

ولید (خپلواک)




t