د حقاني شبکې د رهبرۍ غړي چيري دي؟ / نوید ظفر

د حقاني شبکې د رهبرۍ غړي چيري دي؟ / نوید ظفر

د حقاني شبکې رهبري او لوړپوړي چارواکي په ايران کي پټ دي.

حقاني شبکه، چي په افغانستان د زیاتو بېګناه ملکي کسانو په وژلو او بمي چاودنو تورنه ده، رهبري او لوړپوړي مشران يې په ایران کي د ايراني اخوندانو تر ږيرو لاندي ژوند کوي او د ژوند ټول سهولتونه په ايران کي کي ددغه هيواد د دولتي چارواکو لخوا ورته برابر شوي دي.

تازه ټاټوبي نيوز ته داسي راپورونه رسېدلي، چي د حقاني شبکې مشران په ایران کي مجلل ژوند لري او د ايران د حکومت لخوا حمايه کيږي او ساتل کيږي.

مخکي داسي راپورونه وه، چي ګواکي د حقاني شبکې رهبري په پاکستان کي اوسيږي، خو اوس داسي راپورونه موجود دي، چي د حقاني شبکې مشران اوس د پاکستان پرځای په ايران کي اوسيږي او د ايراني حکومت لخوا حمايه کيږي.

که څه هم د حقاني شبکې د منځنۍ کچي غړي زياتره طالبان دي، نو په همدې آساس ليدل کيږي، چي ايران د طالبانو څخه حمايت نه کوي، موږ وينو چي طالبان هره ورځ وژل کيږي، نيول کيږي او په لسګونو او سلګونو کسان يې له منځه ځي.

ايران يوازي او يوازي د حقاني شبکې د محدود شمېر کسانو څخه دفاع کوي، دوی ته ددغي شبکې د رهبرۍ ساتل مهم دي، نه د ددغي شبکې د طالب غړو ساتل.

د حقاني شبکې د رهبرۍ غړي په ایران کي په آزاده توګه ګرځي، خو ددغه هیواد چارواکي يې نه نيسي.

د حقاني شبکې د رهبرۍ او غړو ترمنځ کاملاً فکري واټن موجود دی او دغه واټن ورځ تربلي د زياتېدو په حال کي دی.

ځيني ټيټ پوړي طالب چارواکي هم پوهېږي، چي حقاني شبکه د ایراني اخوندانو، پان شيعه ييزم او پان ايرانیزم تر ږيرو لاندي اوسيږي او ددوی د نورو ملګرو د مرګ، ژوبلي او نيولو پروا نه لري.

ټيټ پوړي طالبان کاملاً د حقاني شبکې د رهبرۍ پلاوی په دوه ګوني چلند پوه شوی او پوهېږي.

طالبان خبر دي، چي د حقاني شبکې مشران په ایران کي پټ دي او ددوی پروا نه لري.

د حقاني شبکې رهبري زياتره وخت جنګېدونکو طالب مشرانو ته دروغ وايي، هغوی ته د دروغو وعدې ورکوي، حال دا چي، ایران بيا يوازي د حقاني شبکې د رهبرۍ ساتلو، روزلو او خپله خاوره کي د تغذيه کولو هڅه کوي، نه ددغي شبکې د نورو پلويانو او حاميانو.

نو په همدې آساس ددغي شبکې ټول غړي او جنګيالي بايد پوه شي، چي خپلو مشرانو غولولي او ددوی مشران ددوی د راتلونکي په اړه سم نيت نه لري، ځکه ددوی مشران يوازي د ځان ساتني په غم کي دي، نه د خپلو ملګرو د ساتني.

هغوی د ژوند ټول امتیازات يوازي پرځان ختم کړي، نه پر جنګياليو، هغوی په ایران کي د ژوند د ټولو آسانتياوو او امکاناتو څخه برخمن دي، نه د هغوی جنګيالي، هغوی هوسا او آرام ژوند لري، خو جنګيالي يې شپه او ورځ د مرګ، ژوبلي او زندان سره مخامخ دي.



افغانستان ایران حقاني شبکه رهبري ليکني او ژباړي

تبصره وکړئ

avatar
t