تاسو هم د موبایل له دروغجن زنګ ځورېږی؟

تاسو هم د موبایل له دروغجن زنګ ځورېږی؟

 ولې ډېر کله داسې کیږي، چې موږ فکر کوو موبایل ته مو زنګ دی او یا هم موږ د خپل موبایل لړزه احساسو، خو په حقیقت کې داسې څه نه وي. څنګه کولای شو له داسې یو حالت څخه ځان وژغورو؟ ۹۰ سلنه د موبایل کاروونکي له دې ځورېږي، چې د موبایل پر دروغجن زنګ او لړزه غولیږي.

څېړونکي وايي چې نوې ټکنالوژي په ځانګړي ډول موبایل زموږ د وجود یوه برخه ګرځېدلی. همدا لامل دی چې موږ ډېر کله د موبایل دروغجن زنګ اورو. ځینې نور څېړونکي بیا پر دې باور دي، چې د موبایل دروغجن زنګ اورېدل او یا يې لړزه احساسول یو ډول تشویش دی.

بله خبره دا چې د موبایل ډېر استعمال هم د دروغجن زنګ اورېدو تشویش پیدا کوي. ځینې نور بیا پر دې باور دي، چې کله هم څوک د کوم کار په اړه تشویش ولري او یا هم د چا د زنګ وهلو په تمه وي، نو د دروغجن زنګ اورېدو پر ناروغۍ اخته کیږي.

که غواړی له دې ستونزې ځان خلاص کړی، ښه ده چې تمرکز مو پیاوړی کړئ او په یو وخت کې پر یوه مشخص کار فکر وکړئ. د موبایل لږ کارول هم دغه ستونزه له منځه وړلای شي.

 ژباړه: احمد الهام




t