د الوتکې بیړنۍ ناستي ۱۷ ماشومان له خطر سره مخ کړي

د الوتکې بیړنۍ ناستي ۱۷ ماشومان له خطر سره مخ کړي

د لاس انجلس نړیوال هوایي ډګر د سپرلۍ الوتکي د بیړنۍ ناستي پر مهال د یوې ښونځۍ پر انګړ تیل ور توي کړې چې له کبله یې ۱۷ ماشومانو او څو زلمي د څرمني سوځیدلې او د ساه اخستلو له ستونزو سره مخ کړي. د هوایی چلند د اصولو له مخي نه، تیل یواځي په بیړنۍ ناسته کې تویږي خو هغه هم د خورا لوړي سیمي نه پر ځانګړي ساحې باندي، د دلتا هواي کرښې الوتکه انجن کې د ستونزې له امله هوايي ډګر ته ستنېدله، چې د دې ډګر ختیځ ته په ۱۶ کیلومترۍ کې یې په کوډي ښار کې پر لومړني ښوونځي تېل تویې کړل. د کوډي ښاروال الیزابېت السنټر رسنیو ته ویلی ډېر خواشینی یم، دا لومړنی ښوونځی دی او دلته واړه ماشومان دي.
بل لور ته د لویدلي الوتکې هوایی شرکت ددې پیښي پخلی کړی او ویلې دي چې الوتکه یې د بیړنۍ ناستي له کبله تیل توي کړي څو وزن کم کړي.




تبصره وکړئ

avatar
t