په نړۍ کې د کاربن ډای اکسایډ د راکمولو لپاره اروپایي ټولنې نوی پلان طرحه کړ

په نړۍ کې د کاربن ډای اکسایډ د راکمولو لپاره اروپایي ټولنې نوی پلان طرحه کړ

اروپایي ټولنې تر ۲۰۵۰م کالو پورې د یو ټریلونو ایرو په ارزښت د بسپنې ټولونې پلان اعلان کړ.
دا ټولنه دغه پیسې ددې موخې لپاره راټولوې چې په نړۍ کې تر ۲۰۵۰ م کلونو پوري د کاربن ډای اوکسایډ اندازه کمه سې د اروپایي ټولنې د اپلان پرون پیل سو چې داروپایي ټولنې د بودیجې او د خصوصی سکتور له لوري حمایه کیږي. د زرغونې دغه موافقې په نوم اروپايي کمېسيون د نوې رئيسې اورزلا ون دير لېن د هغه پلان يوه برخه ده چې تېره مياشت پيل سو، اغلې ون د اقلیم د بدلون لپاره مبارزه د خپل ماموریت لومړیتوب بللی دی بل لورته اروپايي کمېسيون چې د اروپايي ټولنې اجرائيوي څانګه ګڼل کېږي ويلي، د دې يو ټریليون يورو نيمايي برخه به د اروپايي ټولنې له بودجې ورکول کېږي په پام کې ده اروپايي پارلمان د زرغونې موافقې په نوم غيرلازم الاجراء پرېکړه ليک ته نن رايه ورکړي. مېرمن ون دير لين غواړي چې تر مارچ مياشتې پورې د اقليم په اړه قانون تصويب سي.




t