جوزیب: ایران دې له اتومي تړونه نه وځې

جوزیب: ایران دې له اتومي تړونه نه وځې

د بهرنیو اړیکو او امنیتي پالیسۍ په چارو کې د اروپايي ټولنې عالي استازي جوزېپ بورېل د پنځه نۍ په ورځ په نوې ډیلي کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره په کتنه کې د منځني ختیځ پراخېدونکي کړکېچ ته د اشارې په ترڅ کې خبرداری ورکړ چې د ایران اټومي هوکړه اوس د پخوا په پرتله خورا زیاته مهمه سوې ده. دښاغلي بوریل ویاند ویلې ظریف او بوریل په زغرده خبرې سره کړې دي بوریل دویاند په خبره هغوي د اټومي هوکړې او د منځني ختیځ د وروستیو پرمختګونو په اړه بحث وکړ، بورېل د ایران د اټومي هوکړې د بقا لپاره د اروپايي ټولنې پر دوامداره لېوالتیا او د سیمه ایز کړکېچ د کمولو لپاره په دې هیله چې اروپايي ټولنه به د کړکېچ له کمولو سره مرسته وکړای سي د اروپايي ټولنې پر کلکه لیوالتیا ټینګار وکړ.
دا اټومي تړون په ۲۰۱۵ م کال کې دنړیوالو شپږو قدرتونو ترمنځ لاسلیک سو چې موخه یې داوه پر ایران به د بندیزونو د لرې کیدو په مقابل کې ایران خپله روان اټومي فعالیت محدود کوي.




t