رومانیا کې اورلګیدنې ۴ ماشومان مړه کړې

رومانیا کې اورلګیدنې ۴ ماشومان مړه کړې

د رومانیا په جنوب ختیځ ښار تیمي سوارا کې وروسته له هغې ۴ ماشومان مړه سوه چې په یوه کور کې بند پاتې وه او کور اور ورپسي واخیست. درومانیا د بیړنیو حالاتو اداره وایې اطفایي کارکوونکو د دې ماشومانو مړي چې لوی یې ۶ کلن او کوچنی یې یوازې ۴ میاشتنی و، په کور کې دننه موندلي دي د یادو ۴ ماشومانو مشر ورور چې ۱۴ کلن و د لوګي یا تنفس ناروغۍ له کبله روغتون ته وړل سوی خو سوځیدلی نه ده دغه اداره وایې اور ښایي د شپې په هغه اطاق کې لګیدلی وې چې د لرګو اور پکښې بلې ه د چارواکو له قوله د اورلګیدنې پر مهال ددې ماشومانو والدین د کور په یوه بله برخه کې وه. په رومانیا کې د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۲ میلادي کلونو ترمنځ ۱۵۲ ماشومان د اور لګېدو په پېښو کې مړه سوي دي خو دا شمېره په ۲۰۱۸ میلادي کال کې یوازې اتو ته راټیټه سوه




t