د اشیا کپ سیالۍ کوربه توب یو ځل بیا د پاکستان له خولې ووت

د اشیا کپ سیالۍ کوربه توب یو ځل بیا د پاکستان له خولې ووت

دا ځل تمه وه چې داشیا کپ سیالۍ پاکستان کې تر سره سې ځکه د اشیا د کپ کوربه توب وار د پاکستان و خو وروسته له هغې دا کوربه توب د پاکستان له خولې ووت چې هند ورته په سختو ټکو ځواب ورکړ او د خپلې لوبډلې د لیږلو انکار یې وکړ بل لورته پاکستان له ډیره وخته ددغه لوبو د کوربه توب تمه کول او بیلابیل پلانونه یې ورته طرحه کول خو اوس دا سي بریښې چې دغه پلانونه ټول په اوبو لاهو سول ټاکل سوي وه چې د ۲۰۲۰ کال اشیا کپ شل اوریزې سیالۍ به په راتلوونکي سپټمبر میاشت کې په پاکستان کې ترسره سې خو د هند لوبډلې د انکار وروسته به ممکن دغه سیالۍ په بنګله دېش،سریلانکا،امارات او یا هم په اسټرالیا هیواد کې ترسره سي،خو تراوسه پدې اړه وروستۍ پریکړه نده سوې. د بنګله دېش کریکټ بورډ د مشر په وینا د اشیا کپ سیالیو د کوربه هیواد د معلومولو لپاره په راتلوونکي فبرورۍ ناسته کې بحث وکړي.

لیکوال

عبدالقيوم عاجز

عبدالقيوم عاجز يو فعال افغان ژورناليست او د ټاټوبي نيوز خبري ويب پاڼي همکار دی.




t