ننګرهار: فارم جدید کې د بوټو د څانګو پرې کول (شاخبري)پیل شو

ننګرهار: فارم جدید کې د بوټو د څانګو پرې کول (شاخبري)پیل شو

د ننګرهار کرنې ‎، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند فارم جدید کې د بوټو د څانګو پرې کول (شاخبري)پیل شو.

د کرنې ریاست د فارم جدید مسولین وایې د بوټو د څانګو پرې کولو پروسه یې پیل کړه چې د ټولو بوټو څانګې به ترسره کړي.

یاد ریاست ويلي؛ مسولین زیاتوي له دې چارې سره د راتلونکي کال لپاره بوټي ځوانیږي، له بوټو څخه یو شان میوه ترلاسه کیږي، د بوټو حاصل زیاتیږي، کمیت او کیفیت کې ښه والی راځي، د بوټي جوړښت ، د میوې رنګ، خوند ښه کیږي او د بوټو د میوې ترلاسه کولو کلنی مساوات رامنځته او په دې چارې سره د مارکیټ د خوښې میوه ترلاسه کیږي.

د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریس ډاکټر محمد ضمیر بهسودي وایې د فارم جدید په څیړنیز او روزنیز مرکز دمګړۍ ۷ ملي کلیکسونونه او ۷ نمایشي قطعات موجود دي چې ۲۶۱ د بیلابیلو میوو نوعې موجودې دي د پوهنتوني استادانو ، محصلینو او کرنې ریاست اړوند د تحقیقاتو د کارکوونکو له لوري پرې څیړنې ترسره کیږي.




t