د انتخاباتي پایلو نه اعلان، د اوبو د یوه مهم بند جوړولو مخه ډب کړې

د انتخاباتي پایلو نه اعلان، د اوبو د یوه مهم بند جوړولو مخه ډب کړې

راپور/ نعمان دوست

ولسمشر، کابل ښاریانو ته ډاډ ورکړ چې پر شاه توت بند به نوي حکومت کې کار شروع شي او تر ډيره به د څښلو اوبو ستونزه هواره شي.

ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني چې د ملي بحث په څلورمه ورځ یې د کابل ښار د ( ۶.۷.۱۳) ناحیو له خلکو سره خبرې کولې، وويل چې د دې بند جوړولو لپاره ټول امکانات برابر شوي؛ هیڅ ستونزه نشته او چې د ټاکنو نتیجه اعلان شي، نوې کابینه جوړه شي؛ نو کار به پرې شروع شي.

د ولسمشرۍ لپاره سږنۍ ټاکنې ،چې د تلې په میاشت کې وشوې ، ابتدايي پایلې یې آن د مرغومي په لومړۍ اعلان شوې؛ خو خبره دومره جنجالي شوه چې لا د نهايي پایلو د اعلان نیټه نه ده معلومه. ویل کیږي چې د نتیجو نه اعلان پر ډيرو کارونو ناوړه اغیزه کړې ده.

ولسمشر، په نننۍ ناسته ( د مرغومي ۲۸مه) کې همدارنګه یو ځل بیا ژمنه وکړه چې په راتلونکیو درې کالونو کې به د کابل ښاریانو د څښلو اوبو ستونزه هواره شي.

کابل ښاریان، له نورو ستونزو سر بیره د څښلو لپاره د پاکو اوبو له کمبود سره هم مخ دي. دلته د اوبو کچه ښکته شوې او تر زمکې لاندې آبي زیرمې ککړې شوي دي.

تمه ده د شاه توت بند په جوړیدو، دغه ستونزه تر ډيره هواره شي. دغه بند چې د کابل د چهار اسیاب ولسوالۍ په للندر سیمه کې موقعیت لري، د (۱۵۰) میلیونه مترمکعبه اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري.
د اوبو او بریښنا وزارت د معلوماتو له مخې، دا بند له ۲- ۵ میګاواټه بریښنا د تولید ظرفیت هم لري.

د یادې سرچینې په حواله، د دې بند په جوړیدو به له ( ۲،۲) میلیونو څه زیاتو وګړو ته پاکې اوبه برابرې شي او هم به شاوخوا ۴۰۰۰ هکتاره ځمکه خړوب کړي.
ولسمشر د کابل ښاریانو د بریښنا د کمبود ستونزې په اړه وویل چې له ازبکستان سره د ( ۱۰۰۰) میګاواټه بریښنا قرارداد شوی او د دې په انتقال به دا مشکل حل شي.

په نننۍ ناسته کې د ناحیو استازو په ښار کې د پوډرو پېر او پلور، خپلسرو وسلوالو فعالیت، غیر منظم ټرانسپورت، د ښوونځیو د سرپناه او درسي ټولګیو له کمبوده سرټکاوه.

جمهور رئیس نن هم د کابل د معارف رئیس مخاطب کړ او له هغه څخه یې د ښوونځيو د ستونزو د هواري غوښتنه وکړه.

ولسمشر وویل چې د ۶۰۰۰ ښوونځیو لپاره یې پیسې پیدا کړي او دا ستونزه باید نوره ختمه شي.
هغه زیاته کړه:

(( د معارف وضعیت دردونکی دی.))

ولسمشر د هغې نجلۍ کیسه هم شریکه کړه چې په نننۍ غونډه کې یې ورته د ستړي مشي په مهال وکړه . د ولسمشر په وینا، هغې ور ته وویل چې ټولې کورنۍ یې ورته رایه ورکړې، خو کله چې یې ماما په منځ ښار کې ووژل شو، نو تر اوسه یې قاتل نه دی نیول شوی.
جمهور رئیس وویل:

(( کابل باید خوندي شي. ))

نوموړي همدارنګه اړونده اداري مسوولینو ته په خطاب کې وویل:

(( شپږ میاشتې وخت لرئ، یا د کابل خلکو ته قناعت ورکړئ او یا استعفی ور کړئ. ))

ولسمشر ، د نشه يي توکیو پلورونکي ترورستان وګڼل او زیاته یې کړه چې دوی هم خلک وژني او ترهګر یې هم وژني، د دوی به مخنیوی کیږي.

ولسمشر، په نننۍ غونډه کې یو ځل بیا له کابل ښارواله وغوښتل چې د غاصبینو نوملړ جوړ او د رسنیو له لارې یې خپور کړي. نوموړي غوښتنه وکړه چې هغه دولتي ادارې دې هم رسوا شي چې ځمکه یې غصب کړې.

جمهور رئیس، په ټولو اصلاحاتو کې د خلکو همکاري مهمه وګڼله او له هغوی څخه یې د لا ډيرې همکارۍ غوښټنه وکړه.

د ملي بحث لړۍ چې په هغې کې کابل ښاریان له ولسمشر سره نیغه په نیغه خپلې ستونزې او حل لیارې شریکوي، د روانې میاشتې په ۲۴مه، پیل شوې او همداسې دوام لري.

د دغې لړۍ په نننۍ ناسته کې لومړی په ولسي او سیاسي چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار پرانیستونکې وینا کړه او بیا د غوندې ګډونوال د معارف – ځوانان، علماء، قومي مشران – اصناف، میرمنې او ګزر وکیلانو وویشل شول او بیا هر ګروپ په مشوره خپلې ستونزې یاداشت او نماینده یې د ولسمشر په مخ کې بیان کړې.




t