د عراق د امنیتي ځواکونو او لاریون کونکو تر منځ اخ او ډب سوی

د عراق د امنیتي ځواکونو او لاریون کونکو تر منځ اخ او ډب سوی

په عراق کې د امنیتي ځواکونو او لاریون کونکو د اخ ډب پر مهال دوه لاریو کونکي وژل سوي او ۲۴ نور ټپیان دي، په پلازمېنه بغداد کې پرون د مطرح سیاستوالو او اداري فساد پرضد لاریون تر سره سو. امنیتي ځواکونو د اوښکې بهونکې ګاز له استعمال څخه کار واخیست څو لاریون کونکي د هغه پله مینځ ته پرې نږدې کوم چې یوې زرغونې سیمي ته ورته سوی ده. په عراق کې تېر میلادي کال د عراق د حکومت او ایران پرضد مظاهرې وسوې چې درې میاشتې یې دوام وکړ، په دې لاریونونو کې په سلګونو کسان ووژل سول او شاوخوا پنځه ویشت زره نور ټپیان سول.




t