مدني فعالانو د کندهار ولايتي ادارې وروستۍ لاسته راوړنې وستايلې

مدني فعالانو د کندهار ولايتي ادارې وروستۍ لاسته راوړنې وستايلې

په همدي موخه د شنبې په ورځ د کندهار د مدني ټولنو د همغږۍ مرکز او د کندهار پیوند مدني ټولني رئیس انجینرحکمت الله صلحي په مشري یو شمېر مدني فعالانو ولایت مقام کي کندهار والي حیات الله حیات سره وکتل.

د لیدني په پیل کي د کندهار د مدني ټولنو د همغږۍ مرکز او د کندهار پیوند مدني ټولني مسؤل انجینرحکمت الله صلحي د ښار او ولسوالیو په کچه د پوهني، سپورټ، کتابتون جوړولو، سولي، روغتیا، بشري مرستو، د ځوانانو انسجام، ملی یووالي او یو شمېر نورو برخو کي د خپلو فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات شریک کړل او له ولایتي ادارې یې د همکارۍ هیله وښوده.

راغلو مدني فعالانو د پوهني، روغتیا او یو شمېر نورو برخو کي د ولایتي ادارې له لوري د وروستیو اصلاحاتو، بدلونونو او لاسته راوړنو ستاینه وکړه او په دې برخه کي یې د بشپړ ملاتړ ډاډ څرګند کړ.

کندهار والي حیات الله حیات د خپلو خبرو پر مهال د کندهار پیوند مدني ټولني پر فعالیتونو خوښي وښوده او مننه یې وکړه، چي د مدني ټولنو لپاره یې د همغږۍ مرکز رامنځته کړی.

هغه د سولي، ملي پخلایني، پوهني، سپورټ، د ځوانانو انسجام، عامه نظم رامنځته کولو، فرهنګي او کلتوري پیاوړتیا او عامه پوهاوي لپاره مدني حرکتونه اغېزناک یاد کړل او له راغلو مسؤلینو یې وغوښتل چي خپلي هڅي لا ګړندۍ کړي.

کندهار والي د پوهني او روغتیا ترڅنګ په بېلابېلو برخو کي د ژورو اصلاحاتو ډاډ څرګند کړ او له راغلو مدني فعالانو یې وغوښتل چي په دې برخه کي ولایتي ادارې سره همکار واوسي.

کندهار والي حیات الله حیات راغلو مدني فعالانو ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ او د دوامداره همغږۍ او همکارۍ هیله یې وښوده.




t