حضرت معاذ بن جبل رض ته د محمدص لس وصیتونه

حضرت معاذ بن جبل رض ته د محمدص لس وصیتونه

حضرت معاذ بن جبل رضی الله تعالی عنه بيان کوي چي نبي کريم صلې الله علېه وسلم ماته دلسو خبرو وصیت کړی دی !!!

(۱) دالله جل جلاله سره هیڅ شریک مه نیسی که څه هم تا وژني او یا دي سر پرېکوي
(۲) دخپل مور او پلار ناپرماني هیڅکله مه کوی که څه هم تاته دخپلې میرمنې ،مال او دولت پریښولو امر وشي
(۳) فرض لمونځ هیڅکله قصدًامه پرېږده څوک چي فرض لمونځ قصدًا پرېږدي له هغه څخه الله جل جلاله بېزاره دی
(۴)شراب هیڅکله مه چښئ ځکه هغه دهرې بې حیایۍ بیخ دي
(۵) دګنا څخه ځان وژغورﺉ ځکه دګناه په وجه الله جل جلاله ناراضه کیږي
(۶) دجهاد له میدان څخه مه تښتی که څه هم (نور ستا ملګري) شهیدان کیږي .
(۷) چي کله په خلګو کښي (وبایی) مرګ خپور شي او ته هلته موجودیی نو هلته پاته شه (هغه ځای مه پرېږده ).
(۸) او دکوم چاچي خرچه چی پرتا لازمه وي (ښځه وې،اولاد وي یا نور ) پر هغوﺉ شه ما ل خرڅ کړه .
(۹) او هغوﺉ ته د اد ب په ورکولوکښي خپل لرګی مه ږده.
(۱۰) او هغوﺉ دالله جل جلاله داحکامو او قوانینو په اړه ووېره وه.
(مشکوات المصابیح ص۱۸،مسند احمد)




t