ماشوم د قران کریم زده کول

ماشوم د قران کریم زده کول

خوږ پیغمبر علیه السلام وایي: چا چې قرآن کریم ولوست او زده یې کړ او عمل یې ورباندې وکړ، د قیامت په ورځ به یې مور او پلار ته د رڼا یو تاج ورپه سر کړی شي، چې روښنایي به یې لکه د لمر هومره وي، او همدارنګه به یې مور او پلار ته داسې جامې ورپه تن کړی شي چې ټوله دنیا به یې ښکلا ته نه شي ټینګېدلی، نو دوی به ووایي: په څه وجه موږ ته دغه جامې راپه تن شوې؟ ورته وبه ویل شي: ځکه چې ستاسې زوی قرآن کریم ته مخه کړې وه. الحاکم (نو چې د مور او پلار یې دومره عزت او درناوی وشي پخپله د هغه چا چې قرآن کریم ته یې مخه وي به څومره قدر او فضیلت وي؟) په آخرت کې د قرآن کریم شفاعت خپل لوستونکي ته: پیغمبر علیه السلام فرمایي: د قرآن کریم تلاوت وکړئ ځکه چې د قیامت په ورځ قرآن کریم د خپلو ملګرو شفاعت کوي. مسلم شریف او په بل ځا ی کې فرمایي: روژه او قرآن دواړه د قیامت په ورځ د بنده شفاعت کوي. احمد او الحاکم
د هغو کسانو اجر ا وثواب چې د قرآن کریم د تلاوت او زده کړې په موخه سره راغونډ شوي وي: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: کله چې یوه ډله د الله تعالی په کور کې سره راغونډ شي ترڅو د ده د کتاب تلاوت او یا یې زده کړه وکړي، نو برکتونه ورباندې راورېږي، او رحمتونه ترې راچاپېر شي، او پرښتې ترې شاوخوا تاوې شي، او الله جل جلاله په خپل دربار کې د دوی یادونه وکړي.!!! ابو داؤد




t