په فلمي هنر کي د کټرینا کیف (۱۵) کلنی سفر!

په فلمي هنر کي د کټرینا کیف (۱۵) کلنی سفر!

د بالیووډ د ښکلې او باتجربه سېنمايي ستورې کټرینا کیف نوم به مو ډېر اوریدلی وي او یا هم د هغې څېره به مو د تلویزون پر سکرین ډېره لیدلې وي. د نوموړې سېنمايي ستورې (۱۵) کاله په فلمي هنر کي پوره سوه.

د بالیووډ نیوز د راپور له مخي یاده ښکلې ستورې په لومړی ځل په ۲۰۰۵م  کال کي د بالیووډ د نوموتي سېنمايي ستوری سلمان خان سره یو ځاي په (مېن پيار کیون کیا) فلم کي راښکاره سوه او له هغه وروسته يې په هندي فلمونو کي زیات شهرت وموند.

کټرینا کیف ویلي دي، چي په دي دومره موده کي يې د هري هنري شیبې خوند اخیستي دي او د خپل کار څخه ډېره راضي ده. هغې په روان ۲۰۲۰م کال کي خپلو مینه والو ته د ښه پلانونو لرلو خبرهم ورکړی او زیاته کړې يې ده، چي هڅه به وکړي خپلو مینه والو ته په دې کال کي نوي څه وړاندې کړي.

فلمي ستورې کترینا کیف په خپله وروستې مرکه کي دا هم ویلي دي، چي ډېره د خوشحالې احساس کوي او د خپلو مینه والو څخه يې خاصه مننه کړې ده.

نوموړې خپلو مینه والو ته په پیغام کي ویلي دي:(( زه د خپلو ټولو مینه والو څخه ډېره مننه کوم، چي همیشه يې ستایلې یم، مینه یې راکړې او خپل هنري کار ته یې هڅولې یم. په دې (۱۵) کلنه موده کي مو د هر فلم د هرې شيبې څخه خوند واخیسته. زما هڅه به هم هميشه دا وي، چي ارام وواسم.))

بهارت فلم د کټرینا کیف ورستي فلم دي چي ډېر کامیاب هم سو.

پاته دي نه وي، چي یادي ستورې په وروستي ځل د سلمان خان سره په (بهارت) فلم کي راښکاره سوه، چي ډېر مشهور او کامیاب فلم سو. ویل کیږي نوموړې اوس د اکشی کومار سره په (سوریاوانشي) فلم کي چي د روان میلادي کال د مارچ میاشتې پر ۷۲ مه نیټه به خپور سي، هم راښکاره سي.



بالیووډ فلمي نړۍ
t