پر جنسي روغتیا سریال؛ چې هندیان یې د ځان لپاره شرم بولي

پر جنسي روغتیا سریال؛ چې هندیان یې د ځان لپاره شرم بولي

د هند د سینما هنرمنده بهومي پیډنکر، یو نوی تلویزیوني سریال شرحه کړ او د جنسي روغتیا پداسې موضوعاتو بحث کوي چې د هند په ټولنه کې شرم بلل کیږي. دغه ٣٠ کلنه هندي هنرمنده وایي دغه سریال پداسې موضوعګانو راټولیږي چې په ټولنه کې ننګ ګڼل کیږي او ځوانانو ته د تغذیې، تنکۍ ځوانۍ کې د امیندوارۍ، د مرګونو ناروغیو لکه نری رنځ، مقاربتي مسایلو په اړه د بحث فرصت ورکوي، میرمن پیډنکر ددغې تلویزیوني سریال چې MTV نیشید یا MTVممنوع نومیږي سفیره ده دې اغلي زیاته کړې په هندي ټولنه کې دا ډول بحثونه شرم دي او که څوک پرې تمرکز وکړي نو هغه په مختلیفو نومونو سره یادیږي. د رسمي راپورونو له مخې هر کال په هند کې څه دپاسه درې میلیونه کسان په جنسي برخې پوري اړوند ناروغیو اخته کیږي.




t