یو منفي ټیسټ په هوایي ډګر کې د اومیندوارۍ ټوله پروسه بنده کړه

یو منفي ټیسټ په هوایي ډګر کې د اومیندوارۍ ټوله پروسه بنده کړه

د هانګ کانګ په یوه هوایي ډګر کې په زوره دیوې میرمني د امیندوارۍ ټیسټ اخستل سوی، د عرب خبري آژانس د خبر له مخې، یاده مېرمن د تلاشۍ پر مهال د هانګ کانګ هوايي ډګر د مامورینو له خوا پوښتل سوې او د امېندوارۍ ټېسټ یې اخیستل سوی دی، خو نوموړې ویلي، چې هغه امېندواره نه ده او دوی یې هسې تنګوي. د هوايي ډګر مامورینو د یادې مېرمنې په خبرو باور نه دی کړی او نوموړې یې په زوره ښځينه کتنځي ته وړې او د امېندوارۍ ټېسټونه یې کړي دي
خو وروسته له ټیسټه دا نتیجه منفي ختلي او د هانګ کانګ ددغه هوایي ډګر چارواکو رسما ترې بخښنه غوښتې، تر بخښنې ها خوا د هانګ کانګ د هوايي ډګر اداره د یادې پېښې نه له خبرېدو وروسته، ددې پېښې د رامنځته کېدو له امله یې سمدستي د مېرمنو د امېندوارۍ ټېسټ کول بند کړل. دغې میرمني ورسره سوی چلند سپکاوی او تنګول وبلل.




t