د جنت څومره ښکلې ونې دي!

د جنت څومره ښکلې ونې دي!

ایا د یو جلیل القدر صحابي أبوالدحداح رضي الله عنه د کیسې نه خبر یاست؟

هغه صحابي چې په جنت کې د خرماوو باغونه لري، هغه شخص چې رسول الله صل الله علیه وسلم ورته فرمایي چې ستا د باغونو ونې به د ډیرو میوو نیولو په سبب درنې وې. هغه څوک چې په یوه ونه یې خپل کور، باغ او حتی ټوله شتمني له لاسه ورکړه خو ایا پوهیږئ چې آبوالدحداح داسې ګټه کړې چې مثال یې دلته نشته!
أبوالدحداح په جنت کې باغونه ګټلي، او کله به چې پرې سخته راغله نو مسکی به شو او ویل به یې د جنت څومره ښه ونې دي. (الله اکبر) راځۍ د یاد صحابي په کیسه ځانونه خبر کړو:

یوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم د صحابه کرامو سره ناست وو، یو یتیم راننوت، اجازه یې وغوښته او رسول الله صل الله علیه وسلم ته یې د خپل ګاونډي نه شکایت وکړ، ویې ویل چې زما او ګاونډې د باغونو منځ کې حایل یو دیوال دی چې کوږ شوی او همدلته یوه ونه هم ده، زه غواړو د ګاوڼدي څخه دا ونه وپیرم تر څو دا دیوال له سره سیده جوړ کړم خو ګاوڼدي مې دا خبره نه مني. رسول الله صل الله علیه وسلم هغه کس را وغوښت، ورته یې وویل چې ایا واقعه همداسې ده؟ هغې کس تصدیق وکړ.
رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل چې دا ونه په دې یتیم خرڅه کړه، د ده به هم مشکل حل شي او ته به هم پیسې ترلاسه کړې. هغه کس د نبي علیه السلام مبارک خبره رد کړه، په دې وخت کې نبي علیه السلام ورته بیا وفرمایل: دا ونه دې په یتیم خرڅه کړه، تا ته به د قیامت په ورځ الله ج په جنت کې داسې ونه درکړي چې یو تیز اسپ سوار به یې د سیورې لاندې سل کاله مزل کوي.
هغه کس بیا هم د رسول الله ص خبره ونه منله او د دنیوي لالچ په خاطر یې ځواب منفي وو.
په دې وخت کې أبوالدحداح، چې دا خبرې یې اوریدلې وې، رسول الله صلی الله علیه وسلم ته مخ کړ او ویې ویل چې: یا رسول الله که زه دا ونه واخلم نو ایا ماته به الله ج په جنت کې د دې ونې په عوض کې بله ونه راکړې؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هو، الله ج به درته د دې ونې په عوض کې په جنت کې ونه درکړي.

أبوالدحداح هغه کس مخاطب کړ او ورته یې وویل: ایا تاته زما د باغ په اړه څه معلومات شته؟ ځواب یې ورکړ چې په مدینه کې به څوک داسې وي چې ستا د باغ په اړه معلومات ونلري، هغه باغ چې شپږ سوه ونې لري، ښکلې بنګله پکې جوړه شوې، ویالې په کې بهیږي او چارچاپیره یې لوی دیوال جوړ شوی او هغه باغ چې د مدینې ټول تجاران یې د اخیستلو لپاره شوق لري.

أبوالدحداح رضي الله عنه وفرمایل: ما ستا ونه د خپل همدغه باغ، کور، د اوبو یخ کوهي او ټولې محوطې په بدل کې واخیسته. (الله اکبر دې ته وایې قرباني)
هغه کس نبي علیه السلام ته ور وکتل خو باور یې نشو کولی. سودا وشوه، نبي علیه السلام او صجابه کرامو په دې بیع شاهدي ورکړه.

سړی لاړ، أبوالدحداح رضي الله عنه نبي علیه السلام ته د پوښتونکي په لهجه په ډیر ادب سره وویل چې: یا رسول الله ایا زما لپاره په جنت کې ونه شته؟ نبي علیه السلام ورته فرمایل نه؟ صحابي یو دم خفه شو خو نبي علیه السلام خپله خبره داسې تکمیله کړه: تا د خپل د سخاوت او کرم په وجه د الله ج سخاوت ځان طرفته متوجه کړ او هغه له ټولو ډیر جواد او سخي ذات دی، ستا لپاره به په جنت کې یوه ونه نه، بلکه باغونه وي چې د ونو ډیروالي له امله به یې له شمیرلو عاجز شئ.

آبوالدحداح په لاره روان دی خوشحاله دی او ځان سره وایې، د جنت څومره ښکلې ونې دي!

کور ته چې ورسیده، دروازه یې وټکوله، بي بي یې را ووتله ویل یې یا أباالدحداح راځه دننه، ولې بیرون ولاړ یې؟
أبوالدحداح رضي الله عنه وفرمایل: له دې کوره راووځه، کور، باغ او هر څه مې خرڅ کړل. بي بي یې ورته وویل، تا خو دا باغ کله هم نه خرڅاوه اګر که ډیرو خلکو یې د اخیستلو شوق درلود، اخر څنګه مجبوره شوې چې دا هرڅه وپلورې؟ أبوالدحداح رضي الله عنه خپلې بي بي ته ټوله کیسه وکړه، هغې چې کیسه واوریده نو ویې ویل: ربح البیع، ربح البیع (څومره ګټور تجارت دی، څومره ګټور تجارت دی).

أبوالدحداح کور، باغ او هر څه پریښودل او لاړ په یوه جونګړه کې یې ژوند پیل کړ، کله به چې پرې سخته او تنګه راغله نو مسکی به شو او ویل به یې چې: د جنت څومره ښکلې ونې دي!

درس: د دنیا ژوند لنډ او کم دی، د اخرت ژوند نه فنا کیدونکی او دایمي دی. د الله ج سره بیع او شرأ وکړئ او دا تر ټولو غوره تجارت دی. دنیا په دې نه ارزي چې انسان ورته ډیر تشویش او خفګان وکړي ځکه هغه څه چې تاسره دي فاني کیدونکي دي او هغه څه چې د الله ج سره دي باقي دي (فما عندک زائل وما عندالله باق)

ژباړه او تشریح: اکرام واحدي

لیکوال

حامد سيال

حامد سيال يو فعال افغان ژورناليست او د ټاټوبي نيوز خبري ويب پاڼي همکار دی.




t