شفیق الله غفاري او ابراهيم ځدران ښه راتلونکی لري

شفیق الله غفاري او ابراهيم ځدران ښه راتلونکی لري

د کرکټ په نړۍ کې مشهوره تبصره کوونکي ایان بیشوپ وایي شفیق الله غفاري او ابراهيم ځدران ښه راتلونکی لري.

د کرکټ په نړۍ کې تر ډېره په لوبه ښه تبصره کوونکي ایان پیشوپ دافغان لوبغاړو په اړه په خپل وروستي ټویټ کې وویل.

د افغانستان د ۱۹ کلنې لوبډلې دوه مخکښه لوبغاړي ابراهيم ځدران او شفیق الله غفاري د کرکټ په دونیا کې ښه راتلونکی لري.

ایان زیاتوي چې افغان لوبډله په ۲۰۲۰ م کال کې د ۱۹ کلنو په نړیوال جام کې ښایي ځان تر پاې لوبې ورسوې ځکه پیل یې نورو لوبډلو ته ډېر زیات ګواښونکی و.

افغانستان په لومړۍ سیالۍ کې سویلي افریقا لوبډلې ته په یو ستر مارجن ماته ورکړه.

بیشوپ د تبصرې پر مهال ویلي و.

افغانستان لپاره پیل د بالینګ په برخه کې فضل حق ډېر په ښه شکل سره وکړ او د نړیوال جام لومړنۍ دوه ویکټې یې پر خپل نوم ثبت کړې.

له هغه وروسته ورسره افغان سوکه تو پ اچونکوو ښه ملګرتیا وکړه.

هغه د ابراهيم ځدران او د شفیق الله غفاري په کرکټ تفصیلي ونه غږید او پوره اوږد بحث یې پري وکړ.

شفیق او ابراهیم د افغانستان راتلونکي کې د تخنیک او تکتیک څخه ډک لوبغاړي دي او وبه شي کولای چې افغان ۱۹ کلنه لوبډله تر پای لوبې ورسوې
هغه په نړیوال جام کې ځنې نورو بهرنيو لوبغاړو ته هم اشاره وکړه چې په نړۍ کې به په وروستېو کلونو کې ډېر ښه او بهترینه کرکټ ننداري ته وړاندې کړې.

ولید ( خپلواک)




t