د افغان خبریالانو پر وړاندې تاتریخوالی۱۳ سلنه کم شوی

د افغان خبریالانو پر وړاندې تاتریخوالی۱۳ سلنه کم شوی

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وایي چې په ۲۰۱۹ زېږدیز کال کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي شمېرې دیارلس سلنه کموالی ښیي.
د دغې کمېټې رییس، نجیب شریفي، چې د یکشنیې په ورځ یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د کچې په اړه د یادې کمېټې کلنی راپور وړاندې کاوه، زیاته کړه: د خبریالانو د خوندیتوب د ښه والي لپاره د حکومت او رسنیو ګډې هڅې، له طالبانو سره د سولې پروسه، په افغانستان کې د داعش ډلې کمزوري کېدل او په هېواد کې د بهرنیو خبریالانو کمېدل؛ په ۲۰۱۹ زېږدیز کال کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د کمېدو دلایل ښودل شوي دي.
هغه زیاته کړه چې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په ۲۰۱۹ زېږدیز کال کې د هېواد په کچه د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۰۵ پېښې ثبت کړي، چې د ۲۰۱۸ زېږدیز کال پرتله ۱۳ سلنه کموالی ښیي.
دغه راز نوموړي زیاته کړه چې په ۲۰۱۹ زېږدیز کال کې د خبریالانو د وژنې پنځه پېښې ثبت شوې دي چې په ۲۰۱۸ زېږدیز کال د خبریالانو د وژنې د شمېرو پرتله ۷۱ سلنه کموالی ښیي.
شریفي وویل، چې د وژنې د پنځه پېښو تر څنګ په ۲۰۱۹ زېږدیز کال کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي په قضیو کې، ۱۸ د ژوبلېدنې، ۲۵ د ګواښونو، ۱۲ د وهلو ټکولو، ۳۳ د سپکاوي او بد چلند، یوه د غیر قانوني اخراج، ۳ د غیر قانوني نیونې او ۷ د تښتونې پېښې شاملې دي.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د راپور پر بنسټ، په ۲۰۱۹ زېږدیز کال کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ۱۸ پېښو قربانیانې ښځې دي.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې رییس که څه هم د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د دوام په اړه اندېښنه وښوده؛ خو د خبریالانو د خوندیتوب او رسنیزو ستونزو د حل په برخه کې یې د ملي یووالي حکومت اقدامات د ستاینې وړ وبلل.
هغه زیاته کړه چې د حکومت او رسنیو د ګډې کمېټې رامنځته کېدل، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق د قانون توشیح او تعدیل، د رسنیو د مالیاتي جریمو معافیت او خبریالانو ته د اطلاع رسونې د دستګاه پراختیا؛ له مهمو اقداماتو څخه ګڼل کېږي.




t