ننګرهار: ۴ ولسوالیو کې د خاورې د هر اړخیزې څیړنې په موخه سروې پیل شوه

ننګرهار: ۴ ولسوالیو کې د خاورې د هر اړخیزې څیړنې په موخه سروې پیل شوه

د کرنې وزارت د تحقیقاتو ریاست د خاروې پیژنې د ریس ښاغلي احمدزی په مشرۍ راغلي پلاوي له لوري په ننګرهار کې ولایت کې د خاورې پیژنې په موخه ځانګړې سروې پیل شوه.

د ننګرهار د کرنې ریاست ویلي؛ وزارت مقام راغلی پلاوی وایې د هېواد په کچه د خاورې پيژندنې په موخه یې یاده سروې پیل کړې چې په ترڅ کې یې د ننګرهار ولایت په (بټي کوت، چپرهار، بهسود او ښیوې) ولسوالیو کې هم په دې برخه کې فعالیت پیل کړ.

دوی زیاتوي له دې سروې یې موخه د خاروې طبقې، حالت ، عناصر ، د خاورې توافق او کیفیت معلول دي چې د کر په موخه کروندګر له ستونزو سره مخ نشي.

د ننګرهار کرنې سرپرست ریس ډاکټر محمد ضمیر بهسودي د سروې د پیل مراسمو کې له راغلي پلاوي څخه د سروې د ترسره کیدو په برخه کې د دقت غوښتنه وکړه او سپارښتنه یې وکړه چې د تحقیقاتو برخې کارکوونکو ته په مرکز کې د خاورې پیژندنې په برخه روزنیز پروګرامونه په لار واچوي.




t