د نصیر احمد شهاب نوی نظم

د نصیر احمد شهاب نوی نظم

موسم دې نۀ بدلېږي
دا خاموشي، دا سړه مخي ماښامي ښۀ دي
د بام پۀ سر د سرو ټیکریو پرځای
د بخارۍ د نل ،حلقې، حلقې لوګي ښۀ دي

موسم دې نۀ بدلېږي
پۀ غرونو واورې ښې دي
چې ستا د کلي لارې پټې ساتي
چې زۀ د غرۀ څوکې ته نشم ختی
او ستا د کور منځ کې ولاړه ونه نشم ليدای

موسم دې نۀ بدلېږي
پۀ دې واورين موسم کې
ځیني دردونه کنګل شوي زما
ځیني دردونه لکه مار او لړم
ژمني خوب وړي دي

موسم دې نۀ بدلېږي
پدې واورين موسم کې
زما د هیلو مرغان بل وطن ته
لۀ مانه لرې تللي
او لۀ ما لرې ښۀ دي

موسم دې نۀ بدلېږي
کۀ دا موسم بدل شي
نو د سپرلې لۀ ګلابونو سره
زما د زړۀ زخمونه بیا غوړېږي
بیا به زما پۀ ذات کې
لکه وږمې د ګلو
لۀ هره زخمه څړيکې وغزېږي

کۀ دا موسم بدل شي
پرما به بېرته لۀ ماتللی جنون بیا راشي
بیا به دردونه لکه مار او لړم
زما د زړۀ پۀ زلمي خولې لګوي

موسم دې نۀ بدلېږي
کۀ داموسم بدل شي
ما راټول کړی ځان به
لۀ مانه بیا دانه وانه خور شي

موسم دې نۀ بدلېږي




t