مظلومیار: د ناکامورا نیمګړې پروژې دې بشپړې شي

مظلومیار: د ناکامورا نیمګړې پروژې دې بشپړې شي

د لغمان مرستیال والي وایي، د ډاکټر تېتسو ناکامورا د یاد ساتلو لپاره لازمه ده چې دده په پله پل کېښودل شي نیمګړي پروژو یې بشپړې او دده فکر عام شي.

دغه څرګندونې نوموړي نن په لغمان پوهنتون کې د فکري مزل ټولنې له لوري د ډاکټر تېتسو ناکامورا په یاد جوړ شوي تخقیقاتي سیمنار کې د خپلې وینا پرمهال وکړې.

د یاد ولایت د رسنیو دفتر وايي، په دې سیمنار کې د لغمان له مرستیال والي شهزاده مظلوم یار سربېره، د لغمان پوهنتون علمي مرستیال میرویس صدیق مل، ددغه پوهنتون د بېلا بېلو پوهنځیو استادانو، له ننګرهار څخه یو شمېر راغلو ادیبانو، فرهنګیانو او د قلم خاوندانو سربېره ګڼ شمېر نورو مسوولینو هم برخه اخیستې وه.

په پیل کې د فکري مزل ټولنې مشر او د لغمان پوهنتون د بشري علومو د پوهنځي استاد عمران الله خنجر له لوري د ښه راغلاست ترڅنګ د ډاکټر تېتسو ناکامورا په ژوند او فن هر اړخیزې خبرې وکړې.

هغه وویل:

 ناکامورا بشریت او انسانیت ته دومره خدمتونه ترسره کړي، چې هېڅکله به هېر نه بلکې یاد به یې زموږه په منځ کې تل پاتې وي.

خنجر وویل، د ناکامورا له مرګ وروسته په ملت کې د ویښتیا یوه نوې څپه را خوره شوې او دا لړۍ د ابادۍ په تېزۍ سره روانه ده.

هغه وایي:

 له دغه ډول سیمنار څخه یې موخه هم همدا ده ترڅو نوی نسل د ناکامورا فکر او لاره تعقیب، له جګړې، فساد، ظلم او زیاتي سره مبارزه شوي اوسي.

خنجر زیاته وي، څنګه چې د ډاکټر نا کامورا د مرګ وروسته د ولس په غوڅ دریځ او دمسوولینو له لوري د چارو په ګړیتوب سره کلدارې په ختیځو ولایتونو کې بندې شوې دغه ډول به ددغه فکر لا وغوړیږي او نوره به هم د بیدارۍ څپه تېزه شي.

په ورته مهال د pms موسسې استازي او ډاکټر نامورا لسګونه کلونو د ګډ مزل همکار انجینر دیدار په خپلو خبرو کې د ناکامورا په فکر، کاري قوت، هڅو او له افغانانو سره د ځانګړې مینې په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.

هغه وایي، ډاکټر ناکامورا د افغانانو د ژوند دښه والي او له بشریت سره د مرستې په موخه په وړیا ډول د پي ام اس موسیسې له لارې خدمت ته اوږه ورکړې وه،چې په خپلو لاسونو یې د لسګونه کانالونو په جوړیدو سره زرګونه هکتاره ځمکه شنه او لکونه وګړي ترېنه مستفید شوي دي.

انجینر دیدار زیاتوي:

د ډاکټر ناکامورا شعار دا وه چې لږې خبرې او ډیر کار باید وشي، ځکه چې افغان ولس ډیر کار ته اړتیا لري.

د pms موسیسې دغه استازي دغه راز د سیمنار له جوړونکو څخه د مننې ترڅنګ ډاډ ورکړ چې پوره لیوالتیا او ژمنتیا سره به د ناکامورا لاره تعقیب او پاتې پروژې به په ښه ډول عملي کړي.

بل لورته د لغمان والي محمد اصف ننګ د ټلیفون په کرښه ددغه سیمنار په ارزښت سربېره د ناکامورا د فکر او شخصیت پالل نوي نسل ته د ابادۍ او بیدارۍ یو نوی زیری وباله.

هغه وایي:

 د ډاکټر نامورا مرګ په ټول هېواد او خصوصاً د هېواد په ختیځ کې یوه ویښتیا پیدا او د ګاونډیانو څلویښت کلن طلسم یې په ښه میړانې سره مات کړ.

هغه وایي، تاریخ ته په کتو ډیر کله د شمار سړي د اوبو او نورو سترو ملي منافعو او شتمنیو د ساتنې په سر قرباني شوي چې ناکامورا یې هم ښه بیلګه ده.

نوموړي وویل:

 که چېرته په هېواد کې د اوبو مدیریت او ترېنه د سالمې استفادې لړۍ همداسې روانه وساتل شي، نو تمه ده چې د نورو له احتیاجه خلاصیږو او بیابه د افغان خاورې یو څاڅکی اوبه هم په لوړ قیمت وي.

د لغمان والي دغه راز یادونه وکړه چې د ډاکټر ناکامورا د سترو خدمتونو او هڅو د څه ناڅه قدرونې او یاد لپاره یې په ولایت مقام کې تالار او دده په نوم یو پارک د جوړیدو چارې پیل کړې.

هغه وایي، هڅه به یې دا وي ترڅو له نور اړوندو ادارو او د pmsموسیسې له استازو سره په شریکه په دې ولایت کې نورو کانالونه او سترې پروې پیل کړي.

له بله بیا د ولایت مرستیال شهزاده مظلوم یار د فکري مزل له لوري په دغه جوړ شوي سیمنار کې د خپلې وینا خورا ډیرې مهمې نقطې هم شریکې کړې.

هغه وویل، ډاکټر ناکامورا هغه څوک و چې کلونه یې دافغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کی لاسونه تڼاکي کړي وه، خیریه کارونه یې کړي وه شاړې ځمکې یې ابادي کړې وې، داوبو دمهارولو لپاره یې کانالونه جوړ کړي وه او د ننګرهار په سمسورتیا کې یې لویه ونډه غورځولې وه.

د لغمان ولایت مرستیال والي زیاته کړه:

ډاکتر ناکامورا چی دPMS موسسی په راس کی یی قرارلاره نه یوازې دننګرهار دښیوې او کامې ولسوالیو کی دخلکو دهوسااو په ځان دبسیا ژوند لپآره خدمات تر سره کړي، بلکې دلغمان ولایت دقرغیو په ولسوالۍ کې دالیاس خیلو کانال چی نږدې دیرش کیلومتره اوږدوالی لري، سروې ترسره کړې وه، چې د ډیزاین چارې یې ددوی ددفتر دتخنیکي انجینرانو له خوا تر کار لاندې وې، مګر په تاسف سره باید ووایم چی زمونږ دهیواد قسم خوړلي دښمنان هیڅکله نه غواړي چی مونږ دې په هره برخه کی پخپلو پښو ودریږږ همغه وه، چی مونږ نه یی زمونږ ډیر نږدې او خواخوږی انسان ترور کړ.

هغه وویل، د ډاکټر تېتسو ناکامورا د یاد ساتلو لپاره لازمه ده چې دده په پله پل کېښودل شي نیمګړي پروژو یې بشپړې او دده فکر عام شي.

سرچینه وايي، نوموړي دغه راز د فکري مزل د ټولنې له ټولو غړو مننه وکړه چې په خورا ښې او ګټوري موضوع یې دغه سیمنار برابر کړی او د ځوان نسل د ویښتیا لپاره د ا ډول ناستې ګټورې ثابتیږي.

له ننګرهار څخه راغلي تکړه لیکوال او فرهنګي شخصیت اسدالله ښالیز هم په خپل وار د ډاکټر ناکامورا په ژوند خبرې وکړې او د هغه د یاد تازه ساتلو ته یې ځوانان وهڅول.

دغه راز په دې سیمنار کې ګڼ شمېر نورو ویناوالو هم خبرې وکړې او خپلې چمتو شوې مقالې یې شریکې کړې.

لیکوال

حامد سيال

حامد سيال يو فعال افغان ژورناليست او د ټاټوبي نيوز خبري ويب پاڼي همکار دی.




t