د هرات ـ خواف اوسپنې پټلۍ جوړولو لپاره قرضه تائيد شوه

د هرات ـ خواف اوسپنې پټلۍ جوړولو لپاره قرضه تائيد شوه

د هرات ـ خواف اوسپنې پټلۍ د دوهم فاز، څلورمې قطعې جوړولو لپاره د ايټاليا حکومت لخوا د اوږد مهالي پور د ورکړې موافقتنامه (د مرغومې۲۵ ,۱۳۹۸) د ملي شورا د ولسي جرګې په جلسه کې په اکثريت د رايو سره تائيد شوه.

د ايټاليا حکومت ۶۵ ميليونه يورو اوږد مهاله پور به د افغانستان حکومت لخوا په دريو اوږد مهاله پړاونو کې د ايټاليا حکومت ته ورکول کيږي، د يادې شوي پور په اساس به د هرات ـ خواف ۴۴km د اوسپنې پټلۍ جوړه شي چې د اقتصاد له پلوه د افغانستان لپاره اهميت لري.

د دې پروژې په تکميليدو سره به د افغانستان سوداګريز توکي د هرات څخه ايران ته او بيا اروپايي هيوادونو ته په اسانه، ټيټه بيه او کم وخت کې وليږدول شي.

د هرات خواف اوسپنې پټلۍ د ايران او افغانستان ترمنځ په ۴ قطعو کې د ۲۲۵km په اوږدوالي جوړيږي چې دوه برخې يې د ايران خواف الى شمتيغ سرحد پورې د ۷۶km په اوږدوالي تکميل او ګټې اخيستنې ته تيارې دي، دوهمه برخه يې د افغانستان قلمرو کې د شمتيغ څخه تر غوريان ولسوالۍ پورې د ۶۲km په اوږدوالي پرته ده او ۹۵% کارونه يي بشپړ شوي دي.




t