د برښنا غلا مخنېوی ولې د هر افغان دیني او ملي دنده ده؟

د برښنا غلا مخنېوی ولې د هر افغان دیني او ملي دنده ده؟

په هېواد کې کارېدوونکې برښنا د پیسو او لویو امکاناتو په بدل کې تر لاسه کېږي او د لوړې بیې په تخنېکي امکاناتو د ګرانو هېوادوالو تر کورونو، دفترونو او کارخانو رسیږي. د ګران بیه تخنېکي وسایلو سربیره دا برښنا د لېږد بهیر کې له بیلابیلو ضایعاتو سره مخ کیږي او ددې ضایعاتو په ګډون د تخنېکي او اداري لګښتونو یو ځای کېدو سره یې بیه نوره هم لوړیږي، چې دلته تر ټولو ډیر زیان د لیږد بهیر کې د ضایعاتو له امله اوړي او د غلا له امله برښنا ته اوښتي ضایعات تر ټولو لوی هغه دي.
د غلا له امله د برښنا سیستم ته اوښتي ضایعات تر ټولو زیات زیانمنوونکي دي او ددې زیانونو د بار بوج د هېواد د ملي اقتصاد پر اوږو پرېوزي، چې زموږ ستاسو بې وزله هېواد ته یې زغم نا شونی دی، په همدې ډول که چېرې لږ ځېر شو او د غلا له امله برښنا ته د اوښتو زیانونو او د پایلو ټولیزه ارزونه وکړو، نو کره جوتېږي، چې هېواد کې د ویشل شوې برښنا په بدل کې تر لاسه شوي عوایدو کمښت د هېواد اقتصاد ته لوی زیان اړوي، چې دا زیان بیا په لویه کې زموږ ملي بودېجه زیانمنوي او د ملي بودېجې زیانمنیدلو بوج د ولس هر وګړي پر اوږو پرېوزي.
د برښنا غلا له امله د اوښتو زیانونو اغېز څړېکې چې کله د ملي بودیجې زیانمنېدلو ته ورسېدې او زموږ ګران هېوادوال ددې اغیزې د څرنګوالي په دې ټول بهیر پوه او خبر شول، نو بیا یې دې ته هم پام او ځیرکتیا زیاتیږي، چې د نورو ملي شتمنیو خوندي ساتنې ته د ځانګړې پاملرنې په څېر د برښنا غلا مخه هم ونیسي.
نو ځکه خو پر خپلو ټولو ګرانو هېوادوالو دا غږ کوو، چې د برښنا غلا مخنېوی برخه کې د افغانستان برښنا شرکت سره دې اوږه په اوږه درېدل او بشپړه همکاري خپله ایماني او ملي دنده وبولي او دا ستره دنده دې تل په بشپړه رېښتېنولۍ تر سره کړي.
زموږ ګران هېوادوال کولای شي، چې د برښنا تاسیساتو خوندې ساتنې په ګډون د برښنا غلا مخنېوي برخه کې خپله یاده ایماني او ملي دنده تر سره کړي او په دې سره ملي ګټې له زیانمېدو وژغوري، چې ددې لویې دندې ترسره کولو سره به یې هم د ټولو په واک کې ورکړل شوې برښنا او د هغې د ویش سیستم د وېجاړېدو مخنېوی کړی وي او هم به یې د ګران هېواد پرمختګ لار کې یوه ستره لاسته راوړنه او یادګار له ځانه پراېښی وي، چې راتلونکي نسلونه به یې خپل ځانته ایډیال وګرځوي او پرې وبه ویاړي دا کټ مټ لکه زموږ د تاریخ تیر اتلان، چې زموږ د هېواد ساتنې ته یې خپل ځانونه سپر ګرځولي وو او اوس موږ پرې ویاړو.




t