د سولې په اړه د شعر او انځورګرۍ کلنی ملي فسټيوال ترسره شو

د سولې په اړه د شعر او انځورګرۍ کلنی ملي فسټيوال ترسره شو

ننګرهار کې د سولې په اړه د شعر او انځورګرۍ کلنی ملي فسټيوال ترسره شو چې په کې د دغه ولايت ۲۵۰ تنو شاعرانو او انځورګرانو برخه اخېستې وه.

د ننګرهار د رسنیو دفتر ویلي؛ مسولين وايي، موخه يې د شعر او انځورګرۍ له لارې خلکو ته د سولې پيغام رسول او د ځوانو شاعرانو او انځورګرانو تشويق دی.

د فسټيوال د لومړي، دويم او دريم مقام د اعلان مراسم د مرغومي په ۲۹مه د دغه ولايت د غونډو په تالار کې جوړ شوي و چې ګڼو شاعرانو، د شعر مينه والو او ولايتي مسولينو په کې برخه اخېستې وه.

د شايان فرهنګي او رسنيز شرکت مشر ذکي شهامت چې دا فسټيوال يې جوړ کړی و، وايي موخه يې د ځوان کول بيدارول او سولې ته هڅول دي.

هغه وويل، په ننني فسټيوال کې ۲۵۰ تنو ځوانانو چې عمرونه يې له ۲۵کلنۍ کم دي، برخه اخېستې، خپل شعرونه او انځورونه چې د سولې په تړاو دي د جايزې لپاره کانديد کړي و چې نن يې د هرې برخې درې غورو ګډونوالو ته جايزې ورکول کېږي.

دی وايي:

لومړي مقام ته لېبټاپ کمپيوټر، دويم مقام ته ځيرک ټليفون او دريم مقام ته د غوره کتابونو يوه بستۍ په ډالۍ کې ورکړل شول. دغه راز والي صیب مو هم د هغه د ښو فرهنګي فعاليتونو په وجه ستاينليک ورکړ.

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وويل، د تېرو څو لسيزو جګړو د افغانانو هر فرهنګ په جنګي فرهنګ بدل کړی چې لږ تر لږه څلور نسله افغانان تر فرهنګي يرغل لاندې را لوی شوي دي.

نوموړي وويل:

کله چې د ننګرهار د والي په توګه وټاکل شو خلکو فکر کوه چې دلته له موجوده زورواکو سره به مخته لاړ نه شي؛ خو ‎زورواکي په زورواکۍ نه بلکې په فکر او صداقت باندې ختمېږي؛ ځکه توانېدلی چې دلته د زور زياتي فرهنګ له منځه يوسي.

هغه زياته کړه چې ‎د ننګرهار په ادارو باندې فشار کم شوی او هېڅ زورواکی نه شي کولی په اداراتو زور راولي او خپل د قانون خلاف کارونه پرې ترسره کړي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس رحيم الله خوږیاڼي وويل، شاعر او انځورګر د ټولنې سترګې او ژبه ده چې ټولنې ته لوری ورکوي او هڅوي يې چې له بدو لارو مخ واړوي او ښو کارونو ته مخه کړي.

سرچینه وايي، هغه د شايان فرهنګي او رسنيز شرکت مسولينو دا کار هم وستايه چې د ځوان کول په روزنه او هڅوونه کې يې برخه واخېسته.

د کابل پوهنتون استاد پوهندوی دوکتور اجمل ښکلي چې د دغه فسټيوال د شعرونو د غوراوي دنده يې درلوده وويل، له جګړو را بهر شوي ننګرهار کې دا ډول فسټيوالونه کولی شي د جنګي فرهنګ پرځای د سولې فرهنګ وځلوي.

لیکوال

حامد سيال

حامد سيال يو فعال افغان ژورناليست او د ټاټوبي نيوز خبري ويب پاڼي همکار دی.




t