افغان لوبډله به دا ځل نړیوال جام کې خپل سیالان تاثیر لاندې وساتي

افغان لوبډله به دا ځل نړیوال جام کې خپل سیالان تاثیر لاندې وساتي

افغانستان کرکټ ملي لوبډله چې په داخلې بورډ کې زیاتي ستونزې لري لاهم ورته نړیوال تبصره کوونکي ډېر ښه چانس غواړې.

د کرکټ شنونکي او په کرکټ کې تجربه لرونکي غړي وایي افغانستان کرکټ ملي لوبډلې که څه هم په ۲۰۱۹ م کال نړیوال جام کې دومره ښي سیالۍ ونه کړي لاهم باید د کرکټ سره پاتې شي او تجربه یې په کرکټ کې لا زیاته شي.

دوی د افغانستان د بهترینه سوکه توپ اچونکوو له ډلې درا شد خان ارمان او مجیب الرحمن یادونه کړی ده.

راشد یوازینې هغه لوبغاړی دی چې افغانستان ته به په ۲۰۲۰ م کال نړیوال شل اوریزه جام کې ځلیدونکی لوبغاړی وي او د ډېرو لوبډلو پر وړاندې به غوره توپ اچونه ننداري ته وړاندې کړي.

د کرکټ مخکښه مبصرین وایي افغانستان باید اوږد کرکټ وکړي او له هغه وروسته پر دوی باور تر هر چا زیات کیدلی شي.

افغانستان کرکټ ملي لوبډله په روان کال کې سخت مزل په مخکي لري، چې د همدې کال پر سیپټمبر میاشت کې به اسیا جام او په اکټوبر کې به نړیوال شل اوریزه جام ترسره شي.

افغانستان ملي لوبډلې تر اوسه د ځان لپاره یوازي درې شل اوریزه سیالۍ د ایرلېنډ خلاف برابرې کړې چې د دی کال په مارچ میاشت کې به دهند په هیواد کې دافغانستان په کوربتوب ترسره شي.

افغان ملي لوبډله اوس په متحد عربي اماراتو کې د ۱۹ لوبغاړو په شتون کې تمریناتي کیمپ ترسره کوي.

ولید ( خپلواک)




t