ویسټ انډیز کرکټ ۱۹ کلنې لوبډلې د استراليا پر وړاندې بریا ترلاسه کړه

ویسټ انډیز کرکټ ۱۹ کلنې لوبډلې د استراليا پر وړاندې بریا ترلاسه کړه

د سویلي افریقا په کوربتوب د ۱۹ کلنو نړیوال جام کې پرون څلور سیالۍ ترسره شوې، استراليا لوبډلې د ویسټ انډيز څخه ماته وخوړله.

زیمبابوې لوبډلې وشو کولای چې په خپل ګروپ کې بنګله دیش لوبډلې ته ماته ورکړي.

متحد عربي اماراتو لوبډلې په خپل ګروپ کې کانډا لوبډلې ته یو سخته ماته ورکړه او بل ګروپ کې بیا د جاپان او نیوزلینډ تر منځ لومړۍ لوبه په مساوي ډول پای ته ورسېده.

د نولس کلنو نړیوال جام په سویلي افریقا کې تر سره کيږي چې ۱۶ لوبډلې پکي ګډون والې دي چې تولې به ۴۸ سیالۍ کوي په هر ګروپ کې څلور څلور لوبډلې شاملې دي چې دوهم پړوا ته به یې د ۱۶ څخه ۸ لوبډلې لار پیدا کوي.

افغانستان کرکټ ۱۹ کلنې لوبډلې پیل په بریا سره وکړ دوهمه لوبه به یې په ډي ګروپ کې د متحد عربي اماراتو پر وړاندې او خپله درېمه سیالۍ به د کانډا خلاف ترسره کړي.

د نړیوال جام په لړ کې نن دوه لوبې ترسره کیږي.

پاکستان د سکاټلینډ خلاف ، هندوستان د سریلانکا پر وړاندې.

ولید ( خپلواک)




t