د سوفي نړۍ – طایر ځلاند

د سوفي نړۍ – طایر ځلاند

سوفي آمون سپین پاکټ خلاص کړ. یوه وړه پرچه پکې اېښې وه، چې پرې لیکلی شوي و( ته څوک یې؟) سوفي حیرانه شوه د خط رالیږونکي پيژندګلو او ادرس هم پرې نه و لیکلی شوي. په لومړي سر کې سوفي یواځې د خط د رالېږونکي په اړه په فکر کې شوه خو شېبه وروسته په پرچه کې لېکې شوې جملې یې حیرانتیا یو په دوه کړله( ته څوک یې) زه؟ زه یم، سوفي! خو هغه لکه له دې ځوابه مطمېنه نه شوه. له ځان سره یې ویل . که نوم مې سوفي آمون سین نه وای نو زما په پيژندګلو کې به کوم توپیر راغلی وی؟

(ته څوک یې؟) جملې په سوفي کې یوه تلوسه را بېداره کړله. هغه د آېنې مخ ته ودريږي او خپل ځان ته دځان پيژندګلو کوي، په اېنه کې مخامخ تصویر ته وايي ( ته زه یم ) خو په دې ځواب یې هم زړه تسلي ونه کړي بیا وايي( زه ته یم) خو په آېېنه کې ولاړه جینۍ یواځې ددې تمثیل کوي او کوم ځواب نه ورکوي.

یوه ورځ وروسته دکور مخ ته په راځوړندې بکس کې سوفي آمون سین یوځل بیا د یو نا پيژندلي انسان لیک تر لاسه کړي چې پرې د سوفي آمون سین نوم لیکلی شوی وي.

(دا نړۍ کله او څنګه رامنځته شوې ده؟) دا د ناپيژندلي خط رالېږونکي دویمه پوښتنه وه چې سوفي ورسره مخ شوه. سوفي له ځانه سره وګڼېدله. (زه څه خبره یم چې نړۍ کله او څنګه پېدا شوه؟) خو بیا په فکر کې شوه او داسې یې وه انګېرله لکه دکومې مهمې او ضروري پوښتنې سره مخ شوي وي. له ځانه سره یې ویل آيا په ژوند کې ضروري ده، چې مونږ په دې پوه شو، چې زه څوک یم، نړۍ څنګه او کله رامنځته شوې؟ خو ددې پوښتنې له امله سوفي سره دا فکر پېدا شو چې ددې سوال د ځواب له پاره باید په دې موضوع غور او فکر وکړي، سوفي یواځې دومره پوهېده چې دا نړۍ د کاینات یوه برخه ده او یوه سیاره ده. خو کاېنات څنګه؟ کله رامنځته شو. په دې اړه یې په ذهن کې ډير سوالونه را پورته شول.
تر څو ورځو د سوفي په نوم کوم لیک رانغی، په حقیقت کې د لومړيو دوه پوښتنو له کبله هغه د ډير تشویش سره مخ وه، زه څوک یم، نړۍ کله او څنګه رامنځته شوې؟ دوه واړه واړه سوالونه و خو له څو ورځو سوفي مسلسل په دې لټه کې وه، د ځان له پاره یو ځواب ومومي.

له څو ورځو تېرېدو سره سوفي اوس هغه سوفي نه وي چې د لیسې د ملګرو سره به یې په لوبو او سیاليو وخت تېره وه، اوس به یې خپلو همزولو ته ویل، ماته نه ښايي چې په فضولو کارونو خپل وخت ضایع کړم، خپلو همزولو ته سوفي په ډير یو لوړ احساس ځواب ورکول چې( د تاش په څېر په ناکاره څېزونو سره اوس هیڅ لیوالتیا نه لري) دهغې نږدې خلک دسوفي ددې دريځ په اړه حیران کړي و

له څو ورځو وروسته د سوفي په نوم یو بل لیک راغی، چې په کې لیکل شوي و، ( فکر کوم دهغې پوښتنو له پاره دې کوم ځواب پېدا نه کړ! او مناسبه همدا ده چې تابه نه وي پېدا کړی، ځکه چې ددې پوښتنو ځوابولو له پاره ضروري ده ته د فلسفې ځنې لومړني بحثونو سره اشنا شې. دهمدې له پاره زه هڅه کوم چې تاسره په ځنو لومړنيو موضوعاتو وغږیږم. علم او حکمت څه شی دی؟)

سوفي آمون سین ته دناپژندل شوي سړي له خوا دریم لیک و چې دسوفي په ټوله کیسه یې سر خلاص کړ او په دې پرېکړه کې بریالۍ شوه، چې څه وکړي.

دا نارويجي لیکوال جوسټين ګارډر د ناول( دسوفي نړۍ) دپېل دبرخې نچوړ دی. په دې ناول کې مرکزي کرکټر د سوفي آمون سین دی چې یوه څوارلس کلنه جينۍ وي. دویم کرکټر پکې هم هغه نابلده د تېر عمر سړی دی چې سوفي ته لیکونه راليږي او په همدې ډول ځنې نور فرعي کیسې او کرکټرونه هم پکې ځای شوي دي، دا ناول په ۱۹۹۱ زیږديز کال کې لیکلی شوی چې تر اوسه نږدې په ۵۳ ژبو کې ژباړلی شوی او له دیرش میلونه زیات خرڅ شوی دی

په دې ناول کې څو بنیادي او مهمې خبرې دي چې د ناول قدر او قیمت یې لوړ کړی دی، لومړی خو دا چې دا ناول دا خبره را زده کوي چې څنګه د ساعت تېرۍ په بنسټ خلکو ته یو ګټور کار وړاندې کړو؟ دویم څنګه يو شخصیت ته وده ورکړلی شي؟ د نوي نسل پوهاوي له پاره څنګه شېوه خپلول پکار دي؟ او دبدلون راوستلو له پاره کومې لارې خپلول پکار دي؟

ناول چې دم ګړۍ په نړۍ کې تر بل هرڅه زیات لوستونکي لري. زیاتره د وخت تېرولو له پاره لیکل شوي دي، او یا هم پکې تاریخي کیسې راوړل شوي دي. زمونږ په ژبه کې خو لومړی ناول دومره دوه نه ده کړې او که کوم خلک یې لیکي هم نو هغوي ډير سطحي برخورد ورسره کوي، یواځې واقعې یې کیسې کړي وي او د ناول نوم يې پرېښی وي،

جوسټين په دې ناول کې له افلاطون او ارسطو را نېولې تر د شلمې پېړۍ داهمو فلسفیانه نظريو نچوړ په خپل ناول کې ځای کړی دی، لکه څنګه چې ۱۴ کالنه سوفي په پېل کې حیرانه وي، چې دې پوښتنې ته ( ته څوک یې؟) څه ځواب ورکړي او یو وخت راشي چې همدا سوفي د افلاطون په نظریاتو نقد کوي. همدا ډول ددې ناول په لوستو که په دقت سره ولوستلی شي په لوستونکي کې همدومره توپیر راځي. او د ناول په پای ته رسولو سره لوستونکی د نړۍ د فلسفې څخه پوره پوره خبرېدلی شي، دا ناول دا هم رازده کوي چې دمخاطب پيژندل څومره اړين دي. دی ناول لیکوال چې یوه ۱۴ کلنه جینۍ د نړۍ د فلسفې سره اشناکوي نو په ډيره هنرمندانه توګه یې د فلسفې بحث ورسره پېل کړی دی. او په هر بحث کې سوفي آمون سين ته وخت ورکوي چې په وړاندې کړی شويو نظریاتو غور او فکر وکړي.

هغه څوارلس کلنه سوفي چې عمر یې په لوبغالو کې د لوبو و او په لېسه کې به یې دخپلو همزولو سره ولی بال، تاش او شطرنج باندې لوبې کولې څنګه یو دمي بدله کړلی شوه او دهغه په وجود کې هغه قوت او وړتیا را بېداره کړلی شوه دکوم له مخې چې سوفي یو لوۍ کار ته مخه کړله. او د تاش او شطرنج پر ځای هغه د نړۍ د فلسفې يوه کم عمرې لوستونکې شوه.

دا ناول چې د ۱۹۹۰ کلونو د پېښو او تناظر په پس منظر کې لیکلی شوی خلکو ته د ورپېښو ستونزو او په هیوادونو کې د بحراني وضعیت په درلودلو سره د نويو ذهنونو د بدلولو يوه ښه هڅه وه. دکمپيوټر او انټر نیټ دپرمختګ په زمانه کې چې د مطالعې لیوالتیا او شوق د پخوا په څېر یا پاتې نه دی او یایې روش بدل شوی، دا ناول د يوې ښه وسېلې په توګه بېرته خلک د کتاب د مطالعې خوا ته را بولي او د ( پوهېدلو) په ارزښت يې پوهوي .

داسې نه ده چې ګوندې دا ناول دفلسفې کوم کتاب دی. بلې فلسفي موضوعات پکې په دیر هنر ځای کړی شوي دي، دفلسفې په څېر سپوره موضوع جوسټين ګارډر ډيره خوندوره کړې ده لوستونکی په ځان پوهيږي هم نه خو چې کتاب پای ته رسوي نو د فلسفې عالم ترې جوړوي

دسوفي خپل ژوند، دهغه پلار چې د تېلو د ټانکر ډرېور وي او د بوډا فلسفي چې سوفي ته خطونه را لیږي د ژوند جالبې برخې په دې ناول کې ځای کړی شوي دي. او د تفریح سره سره د لوستونکي په ذهن کې پوهه شيندي.

زمونږ ناول لیکونکي باید له ګارډر څخه زده کړي، ادبیات او هنرونه څنګه د علم په خدمت کې کارولی شي. او له دې لارې څنګه لوستونکو ته نوی شخصیت ورکولی شي.

دا ناول چې دنړۍ نږدې په ۵۳ ژبو کې ژباړل شوی ددې مهال یو غوره کتاب دی چې لوستل یې زه دخپلو همزولو او مشرانو له پاره ډير ضروري بولم، دا ډول کتابونه خپلې ژبې ته ژباړل او په خلکو لوستل دې ته لاره هواروي، چې مونږ له يو نوي ژوند سره مخ شو او زمونږ شخصیتونه تراش کړي او د نويو خبرو کولو چل را زده کړي.

 

لیکوال

حامد سيال

حامد سيال يو فعال افغان ژورناليست او د ټاټوبي نيوز خبري ويب پاڼي همکار دی.




t