له ۸۶ یتیمو ماشومانو سره مرسته وشوه

له ۸۶ یتیمو ماشومانو سره مرسته وشوه

ننګرهار کې د وامې موسسې له لوري ۸۶ يتيمو ماشومانو سره د نږدې یو میلیون افغانیو په ارزښت مرسته وشوه .

د ننګرهار کار او ټولنيزو چارو رياست په همغږۍ د الندوه روزنتون ۸۶ يتيمو ماشومانو سره د اته سوه اته دیرش زره پنځه سوه افغانیو په ارزښت نهه قلمه خوراکي،اووه قلمه قرطاسیه،بکسې،جامې،بوټونه او نورو توکو مرسته وشوه چې هر کس ته د نږدې لس زره افغانیو په ارزښت توکې ورکړل شول .

د کار او ټولنيزو چارو رئيس عبدالحکيم شيرزاد وايي ، هر يتيم ماشوم ته یې د نهه زره افغانيو په اندازه د نهه قلمه غذايي ، شپږ قلمه قرطاسيه او يوه جوړه جامو مرسته وکړه او په نورو شتمنو یې هم د ورته مرستو غږ وکړ.

د ننګرهار د رسنیو دفتر ویلي؛ بل خوا بيا هغه يتيم ماشومان چې په الندوه روزنتون کې روزل کيږي په دې مرستو خوښ دي او په مسولينو غږ کوي چې لا نورې مرستې دې ورسره وکړي .
د يادونې وړ ده چې د جلال اباد ښار په الندوې روزنتون کې هغه يتيم ماشومان روزل کيږي چې بې وسه او بې سرپرسته وي .

لیکوال

حامد سيال

حامد سيال يو فعال افغان ژورناليست او د ټاټوبي نيوز خبري ويب پاڼي همکار دی.




t