ديني عالم داسې هم کولای شي!

ديني عالم داسې هم کولای شي!

ديني عالم داسې هم کولای شي
د پنجاب، فيصل اباد د مامونکانجن د سيمې يو کلی دی، اُډانوالا نومېږي، د دغه کلي عيدګاه يوه ده او ټول کلی د اختر په ورځ په یوه امام پسې لمونځ کوي، جوماتونه په کې له يو څخه زیات دي خو د جُمعې لمونځ هم په يوه جومات کې ترسره کېږي، په دغه کلي کې يو ديني عالم دی، نوموړي ديني عالم په خپل کردار، وعظ و نصيحت او تعليم و تبلیغ سره دغه کلی له نورو کليو څخه ممتاز ګرځولی دی، دغه کلی بې له حکومتي مرستې په کومو خبرو سره ممتاز دی؟ دلته به يې تفصیل وړاندې کړو:
(۱) عيد ګاه يې يوه ده، ټول مسلمانان په يوه امام پسې د اختر لمونځ کوي.
(۲) د جُمعې لمونځ هم په يوه امام پسې کېږي.
(۳) قبرستان يا هديره يې يوه ده او په هديره کې يو پوخ قبر هم نشته، او نه له ځمکې څخه ډېر اوچت قبر شته.
(۴) شراب، چرس او پوډر خو ممنوع ممنوع دي، د کلي په هېڅ دکان کې سګريټ هم نه پلورل کېږي، يعنې د کلي خلک او دکانداران د ديني عالم له وعظ و نصيحت څخه متاثره شوي دي او دغه کارونه يې پرېښي دي.
(۵) کلي کې هېڅ غیر اخلاقي کړنې نه ترسره کېږي او نجونو او وړو هلکانو ته څوک مزاحمت نه پيدا کوي.
(۶) که په کلي کې کومه ستونزه پېښه شي، نو خلک يې د همدغه ديني عالم مخې ته وړي او د هغه مشوره او فيصله قبلوي.
(۷) په دغه کلي کې څوک ډمې او سندرغاړي ودونو او نورو د خوښيو مواقعو ته نه راولي.
دا خبره بايد په نظر کې وساتل شي چې په پنجاب کې د بداخلاقيو او نورو حرامکاريو او حرامخوريو بې شمېره مواقع او ځايونه دي
دلته د دې خبرې وضاحت هم ضرور دی چې دغه کارونه چې ترسره کېږي په دې کې زور، ځواک او جبر ته هېڅ دخل نشته او دا يوازې او يوازې د دغه ديني عالم د دعوت، نصيحت وعظ و خطابو له وجې ترسره کېږي، ديني عالم د کلي خلک په اتفاق ساتلي دي، په داسې حال کې چې هېڅ طاقت او جبر يې نه دی کارولی او نه يې لري، يعنې داسې نه ده چې دغه ديني عالم ملېشه ځواک لري، ټوپک لري او خلک يې د دغو کارونو د کولو لپاره په زور او جبر سره پابند کړي وي. بلکې خلکو ته يې نصيحت کړی دی، وعظ يې کړی دی او خپل کردار يې د شريعت مطابق ګرځولی دی، نو خلک يې خبره مني.
(۸) د کلي صفايي او نور سهولتونه هم د کلي ځوانانو په نګرانۍ کې ترسره کېږي.

اوس راشه زموږ خوا ته وګوره، دولت او حکومت د حج او اوقافو وزارت جوړ کړی دی، په هغه وزارت کې په زرهاوو عالمان، خطيبان او امامان مقرر دي، تنخاوې اخلي، په سلهاوو دولتي مدرسې دي چې حکومت يې استادانو ته معاشونه ورکوي چې د دوی شمېر هم زرګونو ته رسېږي. په دولتي ښوونځيو کې هم ديني عالمان د دينياتو پر پوسټونو مقرر دي.
په لېسو او پوهنتونو کې هم د شرعياتو استادان مقرر دي او د هغو شمېر هم کم نه دی.
او هغه ملايان او عالمان خو له دې څخه علاوه دي چې ولس ورته له خپله جيبه معاش ورکوي او مرسته يې کوي، همدارنګه شخصي مدرسې دي چې بې شمېره عالمان په کې بوخت دي.
نو دغه وظايف، پوسټونه او معاشونه د همدې لپاره دي چې ته به خپلې ټولنې ته د اسلام اصلي شکل ورښيي، د خپل ملت به اخلاقي روزنه کوې او د خپل ولس د بچو به اعلا تربيت او روزنه کوې، نو دولت او حکومت خو تا ته معاش هم درکوي او د ملت بچي يې هم تا ته درسپارلي دي، نو خو د دغو وکړه غوره تربيه.
ټولې خبرې د پوليسو په زور نه حل کېږي، او نه ټول جرايم د ضابطو لاندې راځي، تاسو د نبي صلی الله عليه وسلم مبارک دور، د خلفاء راشدينو سپېڅلی دور او وروسته زمانو کې د مسلمانو بادشاهانو دورونه وګورئ، نو ډېرې خبرې دي چې د مخينوي لپاره يې قانون او کوتک نه دی کارول شوی بلکې دغه د اخلاقي تربيت په دايره کې راځي چې هغه زموږ او ستاسو کار دی.
په دې ليکنې سره زما مقصد نه د حکومت تاييد دی او نه حکومت لره سپين باز ثابتول دي. حکومت به په ډېرو مواقعو کې پړ او ګرم وي او بايد خپلو وظايفو ته متوجه شي، اصلاحات راولي، د ټي وي ګانو د هغو پروګرامونو چې اخلاقو لره تباه کوونکي دي؛ مخنيوی دې وکړي.
دلته مې مقصود دا دی چې زموږ هم څه مسوليتونه شته او بايد خپل مسوليتونه پر نورو وانه چول شي.

منډيګک

لیکوال

حامد سيال

حامد سيال يو فعال افغان ژورناليست او د ټاټوبي نيوز خبري ويب پاڼي همکار دی.




t