د کوز کونړ او دره نور ولسوالیو کې د ۲ مرکزي جوماتونو د جوړولو چاري پیل سوې

د کوز کونړ او دره نور ولسوالیو کې د ۲ مرکزي جوماتونو د جوړولو چاري پیل سوې

د ننګرهار د رسنیز د فتر د خبر له مخي په کوز کونړ او دره نور ولسوالیو کې د شاوخوا ۲۸ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو مرکزي جوماتونو د جوړولو چارې پيل شوې .
د جمهور رئیس د ژمنې له مخې د عملیاتي واحد له لورې د حج او اوقافو وزارت سره په همغږۍ د ننګرهار ولایت کوز کونړ او دره نور ولسوالیو کې د شاوخوا ۲۸ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو مرکزي جوماتونو د جوړولو چارې پیل سوې چې د یو کال په موده کې به بشپړي او هر یو به یې د اووه،اووه سوه لمونځ کوونکو د ځآی پر ځای کېدو ظرفیت ولري .
د ننګرهار حج اواوقافو رئیس مولوي محمد داود مجاهد وایي، یاد جوماتونه د ولسمشر د هغه ژمنو څخه جوړیږي چې د دې ولایت په هره ولسوالۍ کې به یو،یو محراب جومات جوړ کړي، هغه د سیمې خلکو څخه وغوښتل چې د جومات جوړولو له چارو څخه په سمه توګه څارنه وکړي او ټینګار یې وکړ چې په ټاکلې موده کې یې د جوړیدو چارې بشپړي سي .
د یادو جوماتونو د جوړولو د چارو د پیل پر مهال د کوز کونړ ولسوال محمد اسماعیل شینواري،د سیمې مخورو او مسؤلینو ګډون کړی وو.

لیکوال

عبدالقيوم عاجز

عبدالقيوم عاجز يو فعال افغان ژورناليست او د ټاټوبي نيوز خبري ويب پاڼي همکار دی.




t