غزني کې د روان کال په جریان کې وسلوال سخت ځپل سوي دي

غزني کې د روان کال په جریان کې وسلوال سخت ځپل سوي دي

د غزني چارواکي خبر ورکوي چې په روان کال کې په دغه ولایت کې د دولت وسله وال مخالفین سخت ځپل سوي دي، چارواکې زیاتوي سږ کال په روانو پوځي عملیاتو، د شپې پر مهال چاپو او هوايي بریدونو کې سلګونه وسله وال طالبان او د هغوی قومندانان وژل سوي او یو شمیر یې ژوندي نیول سوي دي چارواکو دا هم ویلي په دغه عملیاتو کې عرب، پاکستانیان چینایي او د نورو هیوادونو وسلوال ترهګر هم شامل دې د غزني والي وحیدالله کلیمزي له رسنیو سره په خبرو کې وویل تر اوسه پورې تر شپاړس سوه پورې وسله وال وژل سوي او زیات شمیر شمېر. نور ټپیان سوي هم دي بل لور وسلوال طالبان هم هغوۍ ته ور اوښتې مرګ ژوبله تایدوي خو دا شمیره کوم چې امنیتي ځواکونه یې وایې نه یې مني بل لورته عام وګړي د روانو خبرو څخه تمه لري چې ممکن دا خاوره نور د سولې کور او امن څخه برخمنه سې.

لیکوال

عبدالقيوم عاجز

عبدالقيوم عاجز يو فعال افغان ژورناليست او د ټاټوبي نيوز خبري ويب پاڼي همکار دی.




t